د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

د ماشومانو د ملاتړ پر مؤسسې«SAVE THE CHILDREN» د برید په اړه عکس العملونه


د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیایي مرستو همغږه کوونکې ادارې یا اکبر پر یاغیانو غږ وکړ چې خیریه ټولنې په نښه نه‎کړي.

د دې ادارې مرستیال تمیم صبري ازادي راډیو ته وویل چې دغه مؤسسې یوازې دا هدف لري چې له اړو افغانانو سره مرسته وکړي.

نوموړی وايي:

"زموږ لپاره د یوې خیریه مؤسسې په توګه د افغانستان عامو خلکو ته د خدماتو رسول مهم دي. زموږ مصونیت د دولت وظیفه ده چې په دې برخه کې باید جدي چلند وکړي. هیله‎مند یم چې ټولې ښکېلې خواوې غیر دولتي مؤسسې هدف ونه‎ګرځوي."

د ماشومانو د ملاتړ اداره یا «SAVE THE CHILDREN» په افغانستان کې یوه مهمه خیریه مؤسسه ده. د دې مؤسسې پر دفتر پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» په جلال‎اباد ښار کې برید وشو.

لومړی د موټر بم حمله وشوه بیا د ننګرهار د والي د ویاند عطا‎الله خوګیاڼي په وینا لومړی یوه ځانمرګي د دې مؤسسې د دروازې مخته ځانته چاودنه ورکړه او ۴ نور یې له امنیتي ځواکونو سره په جګړه شول او ټول ووژل شول.

د ننګرهار د والي ویاند عطا‎الله خوګیاڼی
د ننګرهار د والي ویاند عطا‎الله خوګیاڼی

د خوګیاڼي په وینا د ماشومانو د ساتنې ادارې دوه کارکوونکي او د یادې ادارې یو ساتونکی او یو سرتېری وژل شوی او د ۳ سرتېرو په ګډون د نېژدې ۳۰ تنه ټپیانو له ډلې ۱۸ تنه له درملنې وروسته خپلو کورونو ته استول شوي دي.

خوګیاڼي پرون چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۴» وروسته تر دې چې نښتې پای ته ورسېدې، وویل:

"دغه پېښه چې نېژدې ۱۰ ساعته یې دوام وکړ د اوو بجو خوا ته پای ته ورسېده. د ځنډ علت د هغو ۴۶ تنو مصونیت و چې په جګړه کې ګېر پاتې وو، له ښه مرغه زموږ امنیتي ځواکونه بریالي شول چې د دغې مؤسسې دغه ۴۶ کسان وژغوري چې خپلو کورونو ته ولاړل."

د حملې مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی دی. د ماشومانو د ملاتړ ادارې د دې برید په وړاندې سمدستي عکس العمل ښکاره کړ.

دغې مؤسسې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې په ټول افغانستان کې یې د مؤقت وخت لپاره خپل فعالیتونه ځنډولي او دفترونه یې تړلي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا برید غندلی دی.

بل‌خوا په کابل کې د بریتانیا سفیر هم دغه برید غندلی دی او هغه‌یې د بشریت ضد جنایت بللی دی.

د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي، لکه د کوچنیانو د ساتنې، د هغوی د حقونو د خوندیتوب، روغتیا او خوړو په برخو کې همکاري.

دا مؤسسه د کابل، ننګرهار، کندهار، فاریاب، سرپل، جوزجان، بلخ او کندز په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې فعالیت لري.

د جلال‎اباد د پرونۍ پېښې په تړاو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر په یوې اعلامیې کې له ټولو لوریو غوښتي دي چې د نړیوالو بشري حقونو قوانینو ته درناوی وکړي او د ملکیانو او د بشري مرستو د کارکوونکو ساتنه وکړي.

جلال‌اباد ښار کې له ځانمرګي او ډله‌ییزو بریدونو وروسته تصفیوي عملیات روان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:49 0:00

د ملګرو ملتونو په وینا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان کې د خیریه مؤسسو ۱۷ کار کوونکي ووژل شول او ۳۲ تنه هم زخمیان شول.

د دې سازمان د معلوماتو له مخې د تېر کال په لومړیو نهو میاشتو کې د بشري حقونو تر ۱۵۰ تنو ډېرو غړیو تر درې میلیونه او څلور لکه زیاتو افغانانو سره مرستې کړي دي.

XS
SM
MD
LG