د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۸

اسوشېټېډ پرېس: د امریکا او پاکستان کړکېچ د نورې خرابۍ خوا ته هم تلای شي


اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس د واشنګټن او اسلام اباد په اړیکو کې د کړکېچ احتمالي عواقبو ته کتنه کړې او په یو تحلیلي مطلب کې لیکي چې دا کړکېچ تر هغې اندازې چې ولسمشر ډونالد ټرمپ یې په اړه خبرې کړې دي د نورې خرابۍ خوا ته هم تلای شي.

اسوشېټېډ پرېس په خپل تحلیلي مطلب کې لیکي چې په تېرو څه باندې ۱۶ کلونو کې د پاکستان په قلمرو کې د بې پیلوټه الوتکو له سلګونو حملو، د اسامه بن لادن د وژنې له عملیاتو او پر دې هېواد د تروریستي ډلو د ملاتړ له تورونو سره سره د دې دوو زړه نازړه متحدانو اړیکي دومره خراب نشول چې اسلام آباد پر متحدایالاتو د هوايي اکمالاتو لار بنده کړي.

د آژانس په وینا که پاکستان دا کار وکړي نو نه یوازې د امریکا په مشرۍ د طالبانو پرضد جګړه به زیانمنه شي بلکې دا امکان هم شته چې پاکستان له امریکا سره جګړه پیل کړي.

طالبان
طالبان

د آژانس په وینا که څه هم داسې یو کار ناممکن ښاري خو ډېری امریکايي چارواکي او څارونکي باور لري چې د پاکستان دې توان ته په پام سره چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې برخلیک ټاکي باید ولیدل شي چې په داسې حال کې چې ولسمشر ټرمپ پر دې هېواد د سلګونه میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرستې بندې کړي دا هېواد د دې اقداماتو په وړاندې څه کولای شي.

اسوشېټېډ پرېس په پاکستان کې د امریکا د پخواني سفیر ریچارډ اولسن له قوله لیکي چې نوموړی وايي، داسې نظریات شته چې امریکا له یوې خوا د بریا لپاره ټول امکانات لري خو په عین حال کې هېڅ نه لري ځکه د اولسن په وینا د امریکا په پرتله د پاکستان د ګټلو چانس ډېر دی.

د جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز په روانه اوونۍ کې پاکستان ته د سفر پرمهال وویل چې دواړه هېوادونه غواړي په خپلو اړیکو کې د فاصلې مخه ونیسي.

مطلب زیاتوي چې د امریکا متحدایالات نه یوازې په افغانستان کې د جګړو د مخنیوي بلکې له وسله والو طالبانو سره د سولې په برخه کې هم د پاکستان همکارۍ ته اړتیا لري.

که څه هم د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس ویلي، امریکا دا تمه نه لري چې پاکستان به یې پر پوځ اکمالاتي لارې بندې کړي خو د سپینې ماڼۍ د یوه جګپوړي چارواکي په وینا دوی بیا هم د بدیلو لارو د موندلو هڅه کوي.

افغانستان ته د پاکستان له لارې د ناټو اکمالات.
افغانستان ته د پاکستان له لارې د ناټو اکمالات.

دې چارواکي چې نه غواړي نوم یې افشا شي په دې اړه جزئیات نه دي ورکړي.

پنټاګون نه غواړي په دې اړه بحث وکړي او یوازې دومره یې ویلي چې پوځي پلان جوړوونکي د خپل ماموریت د دوام لپاره د بېلابېلو اکمالاتي لارو د موندلو په برخه کې کار کوي خو د سپینې ماڼۍ هغه چارواکي چې مخکې یې یادونه وشوه ویلي، که پاکستان په افغانستان کې د امریکا پر پوځ اکمالاتي لاره بنده هم کړي متحدایالات به خپلې لوژستیکي اړتیاوې پوره کړي خو له سختو ستونزو سره به مخامخ شي.

پر ۲۰۱۱ کال د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژنې له عملیاتو څو میاشتې وروسته چې په قبایلي سیمو کې د امریکا د پوځ په بمبارۍ کې ۲۴ پاکستاني سرتېري ووژل شول، پاکستان د امریکا پر پوځ د ځمکنیو اکمالاتو لاره بنده کړه.

د پنټاګون پخوانی مامور دیویدسیدني چې هغه مهال یې د امریکا د پوځ لپاره د شمال له لارې د اکمالاتو د تنظیمولو هڅه کوله، وايي چې له دې اقدام سره د امریکا او پاکستان اړیکي تر ټولو کړکېچن حالت ته ورسېدل او له دې سره د امریکا د لوژستیکي عملیاتو لګښت په سلو کې پنځوس زیات شو.

دا لانجه وروسته له هغه حل شوه چې د امریکا پوځ بخښنه وغوښته خو سیدني وايي چې په دې قضیه کې د پاکستان اقتصاد هم سخت زیانمن شو، ځکه د پاکستان د ټرکونو د ترانسپورت سیسټم چې د پوځ په کنټرول کې دی په خاص ډول سخته ضربه ولیده.

افغانستان ته د ناټو اکمالات.
افغانستان ته د ناټو اکمالات.

اسوشېټېډ پرېس په خپل تحلیلي مطلب کې زیاتوي چې ښايي په همدې دلیل پاکستان هېڅکله هم د امریکا پر پوځ هوايي لاره چې پیلوټان یې بولوارد یا واټ بولي نه ده بنده کړې.

د امریکا پوځ د پاکستان له هوايي لارې څخه له خلیج څخه افغانستان ته د وسلو او مهماتو د انتقال او د کشفي او جنګي الوتکو د الوتنو لپاره کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې یوشمیر امریکايي وکیلانو د پاکستان د هغو استخباراتي ادارو پر چارواکو چې له افراطي وسله والو سره د اړیکو په لرلو تورن دي د بندیزونو او همداراز د امریکا د متحدانو له فهرست څخه د پاکستان د ایستلو غوښتنه کړې خو ځینې نور وکیلان بیا په دې باور دي چې پاکستان ته ګواښونه ښايي برعکس نتیجه ورکړي.

XS
SM
MD
LG