د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

کابل سره د استانې همکاري، د امریکا او قزاقستان د رهبرانو د خبرو اترو محور!


د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظربایف د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ سره په پرونۍ لیدنه کې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې د خپل هېواد پر همکارۍ ټینګار کړی.

سپینه ماڼۍ کې ولسمشر ټرمپ د نظربایف سره یوځای د څرګندونو پر مهال قزاقستان یو پیاوړی، د ملي حاکمیت لرونکی او خپلواک هېواد وباله او زیاته‌یې کړه چې دا هېواد د امریکا ملګری او ستراتېژیک شریک دی.

نوموړي له نظربایف څخه مننه وکړه چې افغانستان ته‌یې د امریکا د پوځي تجهیزاتو او پرسونل په ټرانزیت کې مرسته کړې ده.

د دواړو مشرانو ترمنځ په خبرو کې د افغانستان سره د قزاقستان د همکاریو مسئله د مهمو موضوعاتو څخه وه.

د امریکا او قزاقستان ولسمشران
د امریکا او قزاقستان ولسمشران

سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیه کې ویلي، ولسمشر ټرمپ د ولسمشر نظربایف نه مننه وکړه چې د امریکا د جنوبي اسیا د پالېسۍ د ملاتړ ژمنه‌یې کړې او افغانستان ته د لوژستیکي ملاتړ او لار ورکولو په برخه کې او همدارنکه د بشري هڅو په برخه کې پرله‎پسې همکاري کوي.

سپینې ماڼۍ زیاته کړې چې ولسمشر ټرمپ او ولسمشر نظربایف په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې یوازې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پروسه افغانستان کې سوله او ثبات راوستلی شي.

قزاقستان یو پیاوړی، د ملي حاکمیت لرونکی او خپلواک هېواد دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې ولسمشر ټرمپ د افغان امنیتي ځواکونو سره د قزاقستان د پخوانیو مالي مرستو یادونه وکړه.

د امریکا او قزاقستان د ولسمشرانو د دې لیدنې په اړه د سپینې ماڼۍ اعلامیه وايي، قزاق مشر په افغانستان کې د امنیتي ستونزو په وړاندې د مبارزې په برخه کې د نورې مرستې او ملاتړ چمتووالی وښود او ویې‌ویل، هېواد به‌یې په قزاقستان کې نور افغان ملکي او امنیتي پرسونل وروزي او په ځانګړې توګه به د افغان ښځو د پیاوړتیا په برخه کې همکاري زیاته کړي.

قزاقستان به د افغان ښځو د پیاوړتیا په برخه کې همکاري زیاته کړي.
قزاقستان به د افغان ښځو د پیاوړتیا په برخه کې همکاري زیاته کړي.

دواړو مشرانو په افغانستان کې د ټرانسپورتي زېربناوو د پراختیا په پروژو کې هم د قزاقستان د شراکت هرکلی کړی.

  • ټیفا کې د افغانستان د ګډون هرکلی

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې ولسمشر ټرمپ او ولسمشر نظربایف د منځنۍ اسیا د تجارت او پانګونې د چوکاټ توافق «ټیفا» ته پر خپل تعهد ټینګار وکړ او په راتلونکي کې یې د دې سوداګرېزې شورا په غونډو کې د افغانستان د ګډون هرکلی وکړ.

د قزاقستان ولسمشر نظربایف تر لیدنې مخکې له ولسمشر ټرمپ سره یوځای خبریالانو ته په لنډو څرګندونو کې د سیمې د دوو لویو قدرتونو چین او روسیې ترمنځ د خپل هېواد موقعیت ته اشاره وکړه او د «سي ۵+۱» په نوم پروګرام لپاره‌یې د امریکا د ملاتړ د دوام غوښتنه وکړه.

د «سي ۵+۱» پروګرام د ولسمشر بارک اوباما په دوره کې پیل شوی او هدف‌یې دا و چې امریکا د قزاقستان او د پخواني شوروي د څلورو نورو جمهوریتونو ازبکستان، قرغزستان، ترکمنستان او تاجکستان سره اړیکې پراخې او ژورې کړي.

سپینې ماڼۍ وروسته د دواړو مشرانو ترمنځ د لیدنې په اړه په خپرې کړې اعلامیه کې ویلي چې دواړو مشرانو د «سي ۵+۱» د پروګرام په څېر د سیمه‎ییزو فورمونو له لارې د سیمې ستونزو ته د هواري د موندلو ژمنه وکړه او په راتلونکي کې یې د «سي ۵+۱» پروژه کې د افغانستان د ګډون هرکلی وکړ.

قزاق ولسمشر نظربایف
قزاق ولسمشر نظربایف

قزاق ولسمشر نظربایف چې د ترجمان په وسیله‌یې خبرې کولې، ولسمشر ټرمپ ته وویل:

"قزاقستان تل له امریکا سره ښې سیاسي اړیکې لري او موږ د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د امریکا د ملاتړ قدرداني کوو."

نظربایف د خپلو دې څرګندونو په اړه جزئیات ورنه‎کړل، خو د منځنۍ اسیا دا هېواد د پخواني شوروي د هېوادونو په وړاندې د روسیې د پالېسیو په اړه اندېښمن دی، په ځانګړې توګه کله چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې روسیې د اوکراین څخه د کریمیا ټاپو‎وزمه لاندې کړه او له هماغه وخته د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي.

قزاقستان چې د نفوسو زیاته برخه‌یې قزاقان دي، د پام وړ برخه روسي نژادي نفوس هم لري چې د قزاقستان د ټول نفوس شااوخوا په ۱۰۰ کې ۲۰مه برخه جوړوي او تر ډېره د قزاقستان په شمال کې د روسیې سره د دې هېواد اوږدې پولې ته نږدې اوسي.

XS
SM
MD
LG