د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

د بهرنیو چارو وزارت: ملګري ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د قزاقستان په نوښت چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره‌یي مشري کوي د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړي.

د دغه وزارت اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۶» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دغې غونډې اصلي هدف د افغانستان د سولې پروسې او د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو په اړه بحثونه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دغې غونډې زیات تمرکز به پر سیمه‌ییزې اقتصادي همکاریو باندې وي، یعنې په ټوله کې د مرکزي اسیا هېوادونه څنګه کولای شي، د افغانستان د سولې او په اقتصادي پروسو کې همکاري وکړي، زه فکر کوم چې دا یو لویه لاسته راوړنه ده."

نصیر احمد اندېشه
نصیر احمد اندېشه

که څه هم ښاغلی اندېشه د ځانګړې غونډې د جوړېدو دقیقه نېټه نه‌ښيي، خو د یو شمېر راپورونو له مخې ټاکل شوې دغه غونډه څلور ورځې وروسته جوړه شي.

دا غونډه داسې مهال جوړېږي چې د روانې اوونۍ په سر کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو لوړپوړی پلاوی په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان د سفیر او د یاد سازمان د امنیت شورا د دوره‎‌یي رئیس خیریت عمروف په مشرۍ کابل ته راغلی وو.

د افغانستان حکومت وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راغلی پلاوی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې له یو لړ اسنادو او شواهدو سره بېرته امریکا ته ولاړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغان حکومت د فعالې ډيپلوماسۍ له امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټول غړي هېوادونه د افغانستان په مسئله کې یو نظر دي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا ځانګړې غونډه د افغانستان لپاره په اقتصادي او سیاسي لحاظ د اهمیت وړ ده.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند ودیر صافی ازادي راډيو ته وویل له داسې غونډو تمه کېږي چې د افغانستان د سولې په اړه یوې نړیوالې اجماع ته سره ورسېږي.

ودیر صافی
ودیر صافی

نوموړي زیاته کړه:

"د داسې یوې غونډې رابلل د افغانستان لپاره په اقتصادي، امنیتي او سیاسي لحاظ د اهمیت وړ دی، هیله ده چې د افغانستان د سولې لپاره په یوه نړیوال اجماع پرېکړه وکړي."

ښاغلی صافی زیاتوي د ملګرو ملتونو امنیت شورا د خپلو دندو له امله مکلفه ده چې د نړیوالې سولې په ځانګړې توګه د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره کار وکړي.

نوموړی زیاتوي د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې نتیجې ته رسېدلې چې د افغانستان د سولې لپاره رښتنې مټې رابډ وهي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG