د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

سید حفیظ الله هاشمي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړی وټاکل شو


د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، سید حفیظ الله هاشمي د انتخاباتو د خپلواک کمېسون د نوي غړي په توګه ټاکل شوی دی.

اجرائیه ریاست وايي، د ولسمشر او اجرائیه رئیس د هوکړې سره سم سید حفیظ الله هاشمي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د نوي کمېشنر په توګه ټاکل شوی دی.

د اجرائیه ریاست رسنیز سلاکار فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د ښاغلي هاشمي کاري تجربې او وړتیاوو ته په کتو نوموړی د انتخاباتو د خپلواک کمېسون نوی غړی ټاکلی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د غوراوي کمېټې له لورې چې کوم نوم لړ د ټاکنو کمېسیون د يوه کمبود غړي د ټاکلو په هدف حکومت ته سپارل شوی و، نو د ولسمشر او اجرائیه رئیس په ګډ توافق سره سید حفیظ الله هاشمي د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نوي غړي په توګه ګمارل شوی دی."

د افغان ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسن مرتضوي بیا ازادي راډیو ته ویلي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته نوي معرفي شوي غړي به ډېر ژر د ولسمشر د حکم په ترڅ کې نوموړي کمېسیون ته معرفي شي.
خو ښاغلي مرتضوي د چا نوم وانه خیست.

له دې مخکې د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد ازادي راډيو ته ویلي و چې سید حفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادر ځاځي وطن دوست هغه درې نوماندان دي چې د غواروي کمېټې له لوري د پنجشنبې په ورځ ناوخته ولسمشر ته معرفي شوي دي.

شا اوخوا دوه میاشتې مخکې د دغه کمېسیون رئیس نجیب الله احمدزی د افغان ولسمشر د فرمان له مخې له دندې لېرې شو چې لا تر اوسه یې چارې د مرستیالې له خوا پرمخ بیول کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د پخواني رئیس تر لېرې کېدو وروسته د روان لمریز کال د جدي په اوومه نېټه ولسمشر محمد اشرف غني د غوراوي کمېټه وټاکله چې د کمېسیون لپاره یو بل نوی غړی غوره کړي.

یادې کمېټې ویلي و، دوی ته ۸۸ کسانو خپل اسناد سپارلي وو چې د اسنادو له ارزونې او ازموینو وروسته درې کسان ترې غوره او ولسمشر ته معرفي شول.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین وايي، د نوي کمېنشر په معرفي کېدو سره به په انتخاباتي چارو کې چټکتیا او ښه والی راشي.

د دغه کمېسون ویاند ګلا جان عبدالبدیع صیاد وايي، دا چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اداري پلاوي موده پوره شوې، نو د نوي کمېشنر په معرفي کېدو سره سم به د اداري پلاوي انتخابات هم ترسره شي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

نوموړي زیاته کړه:

"ځینې اداري او مالي چارې وې چې د يو کمېشنر د کمبود له امله ټکنۍ شوې وې، نو کله چې دغه نوی غړی موږ ته رسماً معرفي کېږي د اداري پلاوي موده هم له مخکې نه پای ته رسېدلې ده له سره به انتخابات کېږي، نوی رئیس، مرستیالان، منشي او ویاند به ټاکل کېږي او خپلې چارې به پېلوي."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څه موده مخکې پر حکومت له دې امله انتقاد وکړ چې له دوو میاشتو نه په ډېره موده کې یې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته د پخواني رئیس نجیب‎الله احمدزي پر ځای بل نوی غړی نه‎ دی معرفي کړی.

راپور: واصل وصال

پخواني معلومات

سید حفیظ الله هاشمي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړي په توګه وټاکل شو.

د اجرائیه ریاست رسنیز سلاکار فریدون خوځون نن ازادي راډيو ته وویل چې ښاغلی هاشمي د یوې شفافې پروسیې له لارې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د غړي په توګه ګمارل شوی:

" افغان ولسمشر او اجرئیه رئیس د ښاغلي هاشمي د وړتیاوو او کاري تجربې ته په کتلو تر نورو کاندیدانو هغه یې بهتره وګاڼه او هغه یې د کمېسیون د غړیتوب لپاره وګماره."

سید حفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادر ځاځی وطن دوست دری هغه نوماندان وو چې د غوراوي کمېټې له لوري د پنجشنبې په ورځ ناوخته ولسمشر ته معرفي شوي وو.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ۱۳۹۷لمریز کال د سرطان ۱۶مه نېټه اعلان کړې ده.

XS
SM
MD
LG