د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۶

ناټو: د نشه‎یي توکو د تولید او پروسس کارخانې په نښه کوو


په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت وایي چې د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې دوی ته د ورکړل شویو ځانګړو صلاحیتونو څخه په استفادې یې د طالبانو د مالي سرچینو د له‎منځه وړلو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت عملیاتي قوماندان لینس بونچ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې دوی د نشه‎یي توکو د پروسس کارخانې هم په نښه کوي چې د طالبانو د مالي سرچینو په ۱۰۰ کې ۶۰ برخه جوړوي.

د غوڅ ملاتړ مأموریت عملیاتي قوماندان لینس بونچ
د غوڅ ملاتړ مأموریت عملیاتي قوماندان لینس بونچ

دی وايي:

"د جنوبي اسیا لپاره ستراتېژی موږ ته دا صلاحیت راکوي چې د طالبانو د ملاتړ سرچینې له‎منځه یوسو چې په دې کې د طالبانو مالي سرچینې هم شاملې دي. د وسله‎والو طالبانو کلني مصارف تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو پورې دي چې ۶۰ په سلو کې د نشه‎يي موادو له لابراتوارونو څخه لاسته راوړي او دا ۲۰۰ میلیونه ډالره کېږي چې زیاته اندازه‌یې له هلمنده ترلاسه کېږي."

د غوڅ ملاتړ عملیاتي قوماندان دا څرګندونې په داسې مهال کړي چې له نږدې دوو میاشتو راهیسې په هلمند کې د نشه‎یي توکو د پروسس د کارخانو د له‎منځه وړلو لپاره هوايي حملې روانې دي.

قوماندان بونچ وویل چې په‎دې موده کې د هیروئینو د پروسس په لسګونه کارخانې له‎منځه وړل شوي چې یوازې طالبانو ته‌یې شااوخوا ۲۰ میلیونه ډالره زیان اړولی دی.

په هلمند کې د مخدره موادو پر لابراتوار د امریکایي ځواکونو بمباري
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

د ناټو او افغان ځواکونو له‎خوا د نشه‎یي توکو د پروسس د کارخانو د له‎منځه وړلو لپاره دا هڅې وروسته له هغې پیل شوي چې افغان ولسمشر له امریکا نه غوښتنه کړې وه چې د نشه‎یي توکو د تولید او قاچاق په وړاندې هڅې دې هم په نوې ستراتېژۍ کې ځای کړي.

که څه هم هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د نشه‎یي توکو په خلاف مبارزه د افغان حکومت مسؤلیت بللی وو، خو اوس روښانه نه‎ده چې د ناټو ځواکونه په موجوده ستراتېژۍ کې د کوم مورد پر اساس دا عملیات کوي.

بل لور ته د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې د امریکا په مرسته به دا عملیات دوام ولري، څو نه‌یوازې د طالبانو مالي سرچینې، بلکې ترورېستي ډلې هم له‎منځه ولاړې شي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي:

"موږ هڅه کوو چې د امریکا متحده ایالاتو په همکارۍ د ترورېستي ډلو مالي سرچینې راکمې کړو او کوم عملیات چې په دې برخه کې ترسره کېږي، د دې لپاره دي چې ټولې ترورېستي ډلې له‌منځه یوسو."

یو شمېر کارپوهان بیا په دې باور دي چې د مخدره موادو پر ضد د افغان او ناټو ګډو ځواکونو له‌خوا روان هوايي او ځمکني عملیات دا څرګندوي چې د امریکا حکومت په افغانستان کې د مخدره موادو له‌منځه وړلو ته ژمن دی.

د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم
د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم

په افغانستان کې د ناټو پخوانی سلاکار شفیق همدم وايي چې د امریکا په نوې ستراتېژۍ کې امریکايي پوځيانو ته دا صلاحیت ورکړل شوی دی چې له ترورېستي ډلو سربېره د جنايي جرمونو شبکې چې د مخدره موادو قاچاق او تولید هم په‌کې شامل دي، له‌منځه یوسي.

د ده په خبره دا کار کولای شې چې د وسله‌والو طالبانو مالي سرچینې وچې او روانه جګړه سړه کړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG