د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۴

کاظمي: طالبان په ناامنه ولایتونو کې د مخدره موادو د کارخانو ساتنه کوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، وسله والو طالبانو په ناامنو ولایتونو کې د نشه يي موادو د تولید ډېری کارخانې په خپل واک کې اخيستي دي.

دغه وزارت وايي، اوس مهال وسله وال طالبان د افغانستان په سوېلي، ختیځ او شمالي ولایتونو کې د نشه یي موادو د کارخانو رهبري کوي او په دې کارخانو کې تولید شوي نشه يي مواد منځني ختیځ او اروپايي هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې معینیت ویاند مهدي کاظمي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو د روان کال له پیله په هلمند، کندهار، ارزګان، فراه، ننګرهار او یو شمېر شمالي ولایتونو کې د نشه يي موادو يو شمېر کارخانې په خپل واک کې اخيستي او له دې لاري تر لاسه شويو پیسو د جګړې لمن پراخه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"تروریستي ډلې او طالبان عملاً د نشه يي توکو په کاروبار او د نشه يي توکو د کارخانو د امنیت په ساتلوکې ښکېل دي، وسله وال طالبان مالي سرچینو ته اړتیا لري، څو د جګړې د دوام لپاره پرې وسلې او مهمات ترلاسه کړي."

تر دې مخکې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ویلي و چې وسله وال طالبان د کوکنارو د کښت او نشه يي موادو د تولید لپاره بزګر هڅوي او د نشه يي موادو ستر قاچاق کوونکي هم خپله وسله وال طالبان دي.

ښاغلي دانش دوې اوونې مخکې ویلي وه چې د افغانستان امنیت په نشه يي موادو پورې تړلې دی، همدا راز ښاغلي دانش ويلي وه چې د کوکنارو کښت او نشه يي موادو تولید د افغانستان د جګړې او ترورېزم مالي سرچينه ده.

فرانس پرېس خبري اژانس په خپل تازه راپور کې د غربي چارواکو له قوله لیکلي چې وسله والو طالبانو پر عشر او زکات راټولولو سربېره په هلمند ولایت کې د هیرووینو او مورفینو جوړولو کارخانې هم په خپل واک کي اخيستي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل، د نشه يي موادو د لسګونو کارخانو ویجاړولو سره سره وسله وال طالبان اوس د هلمند په ناامنو ولسوالیو کې د هیرویینو د تولید ګڼ شمېر کارخانې لري.

عمر ځواک
عمر ځواک

نوموړي زیاته کړه:

"پخوا هم وسله والو طالبانو او قاچاق کوونکو په ګډه سره کار کاوه، ځکه په هغو سیمو کې کوکنار په ازادانه ډول کرل کېږي چې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي، د کوکنارو کښت او تولید تر ډېره د هلمند په باغران، دیشو ولسوالیو او بهرامچه په څېر سرحدي سیمو کې کېږي."

د مشرانو جرګې د کورني امنیت کمېسیون هم ټینګار کوي چې په وروستیو کې وسله والو طالبانو او کوکنار کروندګرو سره لاسونه یو کړي دي، ځکه وسله وال طالبان د کوکنارو د کښت لپاره سیمې ناامنه کوي او بزګران هم د دې کار په بدل کې د کوکنارو څخه د ترلاسه شویو عوایدو یوه برخه وسله والو طالبانو ته ورکوي.

محمد هاشم الکوزی
محمد هاشم الکوزی

د مشرانو جرګې د کورني امنیت کمېسیون مشر محمد هاشم الکوزي وویل:

"هغه سیمې چې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي وسله وال طالبان په دې سیمو کې د کوکنارو له کروندګرو او قاچاق وړونکو ملاتړ کوي او قاچاق وړونکي هم کوم عواید چې له دې لارې ترلاسه کوي د عشر او زکات په نوم یې له طالبانو سره شریک کوي، نو ځکه د نشه يي موادو عواید طالبانو ته هم رسېږي."

یو غربي کارپوه فرانس پرېس اژانس ته ویلي، د کیمیاوي موادو په قاچاق کې زیاتوالی دا ثابتوي چې د وسله والو طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د نشه يي موادو تولید زیات شوی دی، د ده په وینا په تېرو (۱۲) مياشتو کې (۶۶) ټنه کیمیاوي مواد نيول شوي، خو د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې افغان ځواکونه (۵۰) ټنه کیمیاوي مواد نيولي کړي چې ډېره برخه ېې له لویدیځو پولو څخه څخه افغانستان ته را وارد شوي دي.

راپور: مرسلين ارسلا

XS
SM
MD
LG