د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۹

احمدزی: د برېښنايي تذکرو د وېش په وړاندې سیاسي، قانوني او حقوقي خنډ نه‌شته


د افغانستان د جمهوري ریاست او د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې ترمنځ د برښنايي تذکرو د وېش د پیل په سر جدي بحثونه او مشورې روانې دي.

د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې ویاند او سلاکار روح‎الله احمدزي ازادي راډیو ته وویل، دا اداره له دوو اوونیو راهیسې په تخنیکي لحاظ پوره چمتووالی لري، څو د برښنايي تذکرو د وېش بهیر پیل کړي.

دی وايي:

"د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي اداره د الکترونیکي تذکرو د وېش په برخه کې مشخصاً دې ته چمتو ده چې په نږدې راتلونکې کې دغه ملي بهیر پیل کړي. همدا اوس موږ د جلالتماب ولسمشر د دفتر له ریاست سره په اړیکه کې یو چې کوم تاریخ ښه‎دی چې دغه ملي بهیر پیل کړو؟ نو ان‌شاءالله په نږدې راتلونکي کې به موږ مشخصاً دغه تاریخ اعلان کړو."

درې اوونۍ مخکې د نفوسو د ثبت او احوال د قانون د ځینو مادو د بدلولو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان، د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ کمېسیون تأيید کړ چې له مخې یې باید په برښنايي تذکرو کې د افغان، قوم او مذهب کلمې ولیکل شي.

د ولسي جرګې ځینو غړو بیا له دې موضوع سره مخالفت وښود او د شنبې په ورځ‌یې هم د جرګې په عمومي غونډه کې پر یادې موضوع تاوده بحثونه وکړل.

خو د نفوسو د احوال د ثبتولو مرکزي ادارې ویاند روح‎الله احمدزی ډاډ څرګندوي چې په دې برخه کې هېڅ ډول خنډ نه‌شته او مخکېنۍ لانجې هوارې شوې دي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"له قانوني، حقوقي او سیاسي لحاظه موږ د خپلې دغې ملي برنامې په وړاندې هېڅ ډول کومه ستونزه نه‎لرو. له قانوني پلوه کوم ملاحظات چې د ملي شورا له‎خوا و، هغه حل شول. قانون تأیید شو، د ملي شورا له‎خوا تصویب شو او ولسمشر هم دغه قانون توشېح کړ او د شنبې په ورځ دا قانون په رسمي جریده کې چاپ شو."

د برښنايي تذکرو په برخه کې هېڅ ډول خنډ نه‌شته او مخکېنۍ لانجې هوارې شوې دي.

تر ټولو لومړی ولسمشر د تذکرې لپاره فورم ډک کړی او د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه چارواکي هم د نوم د نه‌اخیستلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې د برښنايي تذکرو وېش به ډېر ژر پیل شي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG