د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

مکرون: اروپايي ټولنه ترکیې ته د غړیتوب پر ځای د مشارکت وړاندیز کولای شي


د فرانسې ولسمشر وايي، اروپايي ټولنه کولی شي ترکيې ته په دې ټولنه کې د غړیتوب پر ځای د مشارکت پیشنهاد وکړي.

امانویل مکرون دا خبره پرون په پاریس کې له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره په ګډ خبري کانفرانس کې وکړه.

له خپل ترکي سیال سره په پاریس کې تر کتنې وروسته د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل په اروپايي ټولنه کې د بشپړ غړیتوب پر ځای دا ټولنه کولي شي ترکيې ته د شراکت پیشنهاد وکړي.

مکرون په ایلیزي ماڼۍ کې له رجب طیب اردوغان سره له خبرو وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل چې په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې په ترکیه کې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته د ترکيې د حکومت لخوا د ځپونکو اقداماتو او له بشري حقونو څخه د نورو سرغړونو له امله په اروپايي ټولنه کې د ترکيې د غړیتوب پر مسئله پرمختګ ممکن نه دی.

د رجب طیب اروغان حکومت په دې هېواد کې د کودتا له هڅې وروسته شااوخوا پنځوس زره کسان زنداني کړل او د ښونکو، قاضیانو او پوځیانو په ګډون يې د یو نیم لک کسانو دندې وځنډولې.

د فرانسې ولسمشر د ترکیې له ولسمشر سره د لیدنې پرمهال.
د فرانسې ولسمشر د ترکیې له ولسمشر سره د لیدنې پرمهال.

امانویل مکرون له اردوغان سره په ګډ خبري کانفرانس کې وویل چې له اروپايي ټولنې سره د اړیکو لرلو لپاره دا ښکاره ده چې د ترکيې وروستۍ پریکړې او تحولات دا اجازه نه ورکوي چې په دې برخه کې پرمختګ وشي.

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا وویل چې په اروپايي ټولنه کې د غړیتوب لپاره اوږد انتظار ستړی کونکی دی.

اردوغان وویل د اروپايي ټولنې ګامونه ښايي ترکیه دې ته اړ باسي چې پرېکړه وکړي خو هغه په دې اړه چې څه ډول پرېکړه به وکړي، څه ونه ویل.

د فرانسې جمهور رئیس په ترکیه کې د یو شمېر خبریالانو د زنداني کېدو موضوع ته په اشاره وویل چې ډیموکراټیک هېوادونه باید د قانون حاکمیت ته درناوی وکړي.

راپورونه وايي، په ترکیه کې د کودتا له ناکامې هڅې وروسته شااوخوا ۱۷۰ خبریالان زنداني شوي دي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وویل چې له جمهور رئیس اردوغان سره يې د انفرادې قضیو پر یوه لېست هم خبرې ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG