د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

ترکیې ۲۷۵۶ کارکوونکي له ترورېستي ډلو سره د اړیکو په تور له دندو لیرې کړي


ترکیې څه باندې ۲۷۰۰ کارکوونکي له ترورېستي ډلو سره د اړیکې په تور له دندو لیرې کړي دي.

دقیقاً ۲۷۵۶ کسان د هغو خلکو په ډله ورزیات شول چې په ترکیه کې د حکومت له‌خوا له دندو لیرې شوي دي.

د دغو کسانو د لیرې کولو فرمان پرون یکشنبه خپور شوی دی.

د دغه فرمان پر اساس چې په رسمي جریده کې خپور شوی په کور کېنول شويو کار کوونکو کې ۶۳۷ پوځي منسوبین، ۳۶۰ ژاندارم عسکر او ۱۵۰ تنه فرهنګیان او د پوهنتون استادان شامل دي.

اخوا د ترکیې صدراعظم وايي، حکومت به په نوي کال کې ۱۱۰ زره نوي کارکوونکي په دندو وګماري.

بن‌علي ییلدیریم
بن‌علي ییلدیریم

بن‌علي ییلدیریم دا خبره پرون د ترکیې په سوېلي ښار کیلیس کې وکړه.

يیلديريم وویل، په نویو ګمارېدونکو کې به ۳۶ زره تنه د روغتیايي خدماتو لپاره شامل وي او همداراز به ۲۰ زره ښوونکي هم وګمارل شي.

د پاتې نورو خلکو په اړه چې تمه ده په دندو وګمارل شي جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.

د ترکیې چارواکي فتح‌الله ګولېن چې له ډېرو کلونو په امریکا کې تبعیدي ژوند مخته وړي د ۲۰۱‍۶ کال د ناکامې پوځي کودتا طراح بولي.

هغه کودتا چې نږدې ۲۵۰ کسان په‎کې ووژل شول.

له کودتا راهیسې څه باندې یو لک او ۱۰ زره کارکوونکي او پوځیان له دندو لیرې شوي یا یې دندې ځنډول شوې دي.

څه باندې ۵۰ زره کسان هم د ګولېن له ډلې او نورو ترورېستي شبکو سره د اړیکو په تړاو زندانونو ته اچول شوي دي.

فتح‌الله ګولېن د ترکیې ټولې ادعاوې ردوي او وايي، په کودتا کې یې لاس نه‌درلود.

خو دولت باوري دی چې د ګولېن د پیروانو له‎خوا د پېښېدونکو ګواښونو په وړاندې د مقابلې په خاطر د خلکو ځپل او بندیانول اړین او اغېزناک دی.

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان له دې ناکامې کودتا وروسته د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره ښه پلمه پيدا کړې ده.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG