د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان له یونان څخه کتنه پیلوي


د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن له یونان څخه کتنه پیلوي.

یونان ته د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سفر په تېرو ۶۵ کلونو کې له اتن څخه د ترکيې د کوم مشر لومړنۍ کتنه ده.

ترکيې او یونان دواړو هیله څرګنده کړې ده چې دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت او د دوه اړخیزو شخړو په حل کې مثبت او ګټور رول ولوبوي.

د یونان د حکومت ویاند ویلي د اردوغان سفر ډېر مهم دی او اتن له ترکي مشر سره ګټورو خبرو اترو ته سترګې پر لاره دی.

په انقره کې د اردوغان ویاند ابراهیم خالین ویلي ترکیه او یونان زیات مسؤلیت لري چې د کډوالو ستونزه حل کړي.

تمه ده چې د اردوغان او یوناني مشرانو ترمنځ خبرې د کډوالو په خاص ډول د یونان د ایګین ټاپو پر سر چې اروپا ته د کډوالو د ورتګ دروازه بلل کېږي، متمرکزه وي.

دغه‌راز ټاکل شوې ده چې د ترکيې او یونان ترمنځ د انرژۍ او سوداګرۍ د معاملو په اړه هم خبرې وشي.

راپورونه وايي، اردوغان به د هغو اتو ترکي سرتېرو موضوع هم یاده کړي چې د تېر کال د پوځي کودتا له ناکامې هڅې وروسته یونان ته اوښتي وو.

دغو سرتېرو په یونان کې د سیاسي پناه غوښتنه کړې ده او د یونان سترې محکمې د دې سرتېرو د سپارلو په اړه د انقرې غوښتنه رد کړې ده.

د تېر کال له ناکامې کودتا وروسته د سیاسي مخالفانو پر ضد د اردوغان د حکومت ځپونکو اقداماتو له یو شمېر اروپايي هېوادونو په ځانګړي ډول له جرمني سره د ترکيې اړیکې بحراني کړي.

یو شمېر کتونکي په دې باور دي چې اردوغان به یونان ته دا سفر له اروپايي ټولنې سره د خپلو اړیکو د نورماله کولو لپاره وکاروي.

د یونان د ایګین ټاپو د ملکیت شخړه، د یونان په شمال ختیځ کې د مسلمان اقلیت موضوع او د ترکي ځواکونو له‌خوا د قبرص د شمالي برخې نیول، د ترکيې او یونان ترمنځ مهم اختلافات او شخړې بلل کېږي.

دا دواړه هېوادونه له ۱۹۷۰ کال راهیسې د دې شخړو له امله درې ځله له یو بل سره جګړې ته هم نږدې شوې دي.

رجیب طیب اردوغان تر دې مخکې د صدراعظم په توګه په ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ کال کې له یونان کتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG