د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۵

مشرانو جرګه: په نیمروز کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو عملیات لوی شرم دی


د افغانستان مشرانو جرګې په نیمروز ولایت کې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې پر افغان حکومت او مېشتو نړیوالو ځواکونو تُند انتقادونه وکړل.

د دغې جرګې مشر فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۲» په دې اړه د سناتورانو تر څرګندونو وروسته وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې د سپاه پاسداران ډلې عملیات د شرم وړ مسئله ده.

د جرګې غړو د یادو عملیاتو په اړه د جدي څېړنو غوښتنه وکړه.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"په نیمروز کې د سپاه پاسداران ځواکونو د عملیاتو په تړاو چې کومو سناتورانو خبرې وکړې، واقعاً دا عملیات په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته لوی شرم دی. باید حکومت او نړیواله ټولنه په دې برخه کې خپله دنده ترسره کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د ایران تسنیم خبري اژانس په دې وروستیو کې د سپاه پاسداران د قدس ډلې د قوماندان جنرال محمد ماراني په حواله ویلي چې ایراني سرتېرو یو ایرانی وګړی په افغانستان کې د عملیاتو په نتیجه کې د انسان تښتوونکو له منګولو راخوشې کړ.

د تسنیم اژانس د خبر له مخې راخوشې شوی حسین حاج ملک نومېده چې د سپاه پاسداران له یوه قراردادي شرکت سره‌یې د انجنیر په توګه کار کاوه او د ډسمبر په ۱۴مه د هامون او زابل ولایتونو پر لار تښتول شوی و.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې قوماندان محمد ماراني ویلي، د دغه ایراني انجنیر موټر تر پېښې دوه ورځې وروسته په داسې حال کې چې سوځېدلی و، د افغانستان د نیمروز ولایت په یوه کلي کې موندل شوی و.

د مشرانو جرګې یو شمېر غړو پر دې ټينګار درلود چې د دغې موضوع د روښانه کولو لپاره د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت باید د ایران سفیر وروغواړي او ترې پوښتنې وکړي.

سناتور محمد اجان منګل په دې اړه وویل:

"د ایران سپاه پاسداران ډلې دوه ورځې وړاندې په نیمروز کې عمليات ترسره کړي دي. زموږ غوښتنه دا ده چې د بهرنیو چارو وزارت باید د ایران سفیر وغواړي او ترې پوښتنه وکړي."

د افغانستان دفاع وزارت بیا د دغو راپورونو په اړه بې‌خبري ښيي چې ګواکې سپاه پاسداران ډلې د یوه تښتول شوي ایراني وګړي د خوشې کولو لپاره په افغانستان کې عملیات کړي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډيو ته وویل، افغان پوځ هېڅ‌چا ته په خپله خاوره کې د راتګ او عملیاتو اجازه نه‌ورکوي.

خو تر دې مخکې له ایران سره پر پوله د پراته ولایت فراه والي محمد عارف شاه جهان ویلي و چې د ایران سپاه پاسداران ډلې ځیني غړي پشت رود او ګلستان ولسوالیو ته ورغلي وو چې طالبانو سره وګوري او هغوی ته سلا مشورې ورکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG