د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ادارې نوي وسایل او لابراتوارونه ترلاسه کړل


د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د لومړي ځل لپاره د ملي څارنې او پلټنې سیسټم د پیاوړتیا په هدف نوي وسایل او لابراتوارونه ترلاسه کړل.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې چارواکي وايي، د دغو وسایلو او لابرتوارونو پر مټ به وکولای شي چې د اوبو د سرچینو څرنګوالی، د نقلیه وسایطو د ګازونو د خپرېدو کچه او د غږیزو او ټولو هغو ککړتیاوو کچه تثبیت او معلومه کړي، کوم چې د هوا د ککړتیا لامل ګرځي.

د دې ادارې مسلکي مرستیال غلام محمد ملکیار د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۰۹» په دې اړه د یوې جوړې شوې غونډې په څنډه کې رسنیو ته وویل چې د کابل ښار په هوا کې معلق مضره ذرات ډېر زيات شوي چې په خبره يې له دغو وسایلو سره به راکم شي.

ملکیار: د کابل هوا خرابه شوې ده.
ملکیار: د کابل هوا خرابه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"د هوا د ککړتیا اوسني ارقام زموږ د قناعت وړ نه دي او موږ ته د جدي اندېښنې وړ ده، کوم ارقام چې موږ لرو د کابل ښار په هوا کې معلق مضره ذرات ډېر زيات شوي، دغه مضره ذرات د ۳۵۰ تر ۵۹۶ پوري دي او ملي ستندرد ۱۰۰ تر ۱۵۰ ملي مکرون په هر متر مکعب کې دي، موږ دغه نوي وسایل شپږو ښارونو ته په پام کې لرو او هدف دا دی چې د ککړتیا کچه راټیټه شي."

د هوا د څرنګوالي او څارنې د دغو وسایلو او لابرتوارونو لګښت چې دوه لکه او ۷۰ زره امریکايي ډالرو دی د حکومت له پراختیايي پروژې ورکړل شوي دي.

د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي وايي، له دغو ۱۵ سیارو دستګاو نه به په کابل او ولایتونو کې کار اخیستل کېږي او د دغو وسایلو پر مټ ترلاسه کېدونکي دقیق او کره ارقام به د اړوندو ادارو او چارواکو په واک کې ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت او د افغانستان ملي شورا غړیو د هوا د خورا ککړتیا په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې له دې امله به په روغتونونو کې د ناروغانو شمېر زیات شي.

په ورته وخت کې یوشمېر افغان کار پوهان د هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې دغه وسایل او لابراتوارونه اغېزمن ګڼي.

د چاپېریال ساتنې په برخه کې کار پوه استاد سخي سخاءً هېله څرګندوي چې دغه دستګاوې په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا کچه راټیټه کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"کومې دستګاوي چې برابرې شوي دي، دا لومړی ځل دی چې داسې مډرنې دستګاوې کارول کېږي، هېله مند یو چې د هوا ککړتیا کمه شي، موږ له خلکو هم غواړو چې په دې برخه کې همکاري وکړي."

سخاء: دغه ماشینان د هوا له پاکوالي سره مرسته کولای شي.
سخاء: دغه ماشینان د هوا له پاکوالي سره مرسته کولای شي.

د چاپېرال ساتنې په برخه کې د افغان کارپوهانو له نظره د خښتو په بټيو، حمامونو او په یو شمېر کورونو کې د ډېرو دود لرونکو موادو سوځول او په کابل ښار کې د نفوسو ډېروالی د کابل ښار د هوا د ککړتیا مهم لاملونه دي.

خو د افغانستان د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي بیا د کابل او نورو ښارونو له اوسېدونکو، علماوو، رسنیو او مدني فعالانو غواړي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي په هدف له دغې ادارې سره همکاري وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG