د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

په کابل کې د چاپیریال ککړتیا اندیښنې زیږولي


د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې مسوولان د هېواد د چاپیریال موجوده ککړتیا د اندیښنې وړ بولي.

د دې ادارې مسوولان وایي چې په هېواد کې د چاپیریال ساتنې لپاره سیاسي اراده موجوده نه ده.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي اداره په کابل او د هېواد په یو شمېرګڼ میشتو ښارونو کې د ناوړه محیطي وضیعت څخه اندېښنه څرګندوي.

د دې ادارې چارواکي په ښارونو کې د نفوذو ډيروالی په هېواد کې د چاپیریالي وضیعت او د هوا د ککړتیا عمده لامل یادوي.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې د ملي ادارې د پلان رییس کاظم همایون دا خبرې د یکشبنې په ورځ د چاپیریال په اړه د رسنیو د عامه پوهاوي د رول په اړه یوې ناستې ته وکړې.

نوموړي وویل، سره له دې چې په دې اړه یې جامع طرحې کابینې ته استولي خو وایي چې تر اوسه یې واضح ځواب ترلاسه کړی نه دی.

ښاغلي همایون زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت له لوري د یوې سیاسي ارادې نشتوالی، د قانون ماتول هغه څه دی چې زموږ ستونزې یې ډيرې کړي دي همدارنګه، بې وزلې، د ناامنیو دوام، د ادارو ترمنځ د همغږۍ کموالی، د اقلیمي تغیراتو ستونزې دا ټول هغه مسایل دي چې د چاپیریال ساتنې ادارې په اوږو بار شوي دي."

د دې ادارې مسوولان خبرداری ورکوي، که افغان حکومت د چاپیریال ساتنې موضوع د خپلو کارونو په لومړیتوب کې شامله نه کړي د چاپیریال وضیعت به نورهم خراب شي.

د دوې په وینا د چاپیریال ساتنې وضیعت د تېرو کلونو په پرتله ډير خراب شوی دی.

په کابل ښارکې د چاپیریال په برخه کې کمه پاملرنه او د نفوسو ډيروالی د دې لامل شوی چې دا ښار یو له ککړو پلازمینو څخه یاد شي.

له بلې خوا یو شمېرافغان کارپوهان هم د ککړې هوا له امله اندېښنه څرګندوي او ټينګار کوي چې دې ستونزې ته باید رسیدګي وشي.

د کابل پوهنتون د چاپیریال ساتنې پوهنځي رییس نور احمد اخندزاده ازادي راډيو ته وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلونه اغیزمن دی حکومت باید هر څومره چې ژر امکان لري په دې برخه کې لاس په کار شي.

ښاغلي اخندزاده زیاته کړه:

"په خواشینۍ سره چې اقلیمي بدلون او د چاپیریال ککړتیا د بشر په لاس جوړ شوی او ډير خطرناک هم دی، دولت او ټول ښاریان مسوول دي چې په خپل ګډون سره د چاپیرالي ککړتیا د مخنیوي لپاره اقدام وکړي."

د چاپیریال ستنې اداره په موټرو کې د بې کېفیته تیلو استعمال، د سړکونو خرابوالی، د نفوس ډیروالی، د خښتو د بټیو موجودیت، فابریکې او په حمامونو او هوټلونو کې د لرګیو او نورو بې کېفیته شیانو سوځول د هوا د ککړیدو مهم عوامل بولي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په کلني ډول زرګونه کسان په ځانګړي ډول ماشومان د ککړې هوا او ناوړه چاپیریال له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.

په تیرو ۱۴کلونو کې په کراتو د چاپیریال د ککړتیا په اړه اندېښنې په ډاګه شوي خو لیدل کیږي چې لا هم دا اندېښنې پرځای دي او دولتي ادارې نه دي توانېدلي چې دې ستونزې ته د حل اساسي لارې چارې پیدا کړي.

ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG