د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د کابل په شش درک سیمه کې پر انتحاري حملې د لوېدیځو ورځپاڼو تبصرې


د کابل ښار په شش درک سیمه کې د دوشنبې ورځې انتحاري حملې د ګڼو لوېدیځو مطبوعاتو پام وراړولی دی.

  • واشنګتن پوسټ

واشنګتن پوسټ ورځپاڼه وايي، مریم عطايي یوه عامه ښځه چې د حملې په وخت د کار په لور روان وه په خپله فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې ورځ‌یې له غم او ویر سره پیل کړه.

عطايي همداراز لیکلي چې د چاودنې له سیمې لږه لیرې وه او څو دقیقې یې څه نه‌اورېدل.

انتحاري بریدګر په ځان پورې تړلو چاودېدونکو موادو ته د ارګ ماڼۍ ختیځ وره ته نږدې د ملي امنیت ادارې یوه مرکز ته څېرمه چاودنه ورکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، بریدګر پېژندل شوی و، خو مخکې له دې چې پوځیان د هغه په وژنې یا نیولو برلاسي شي برید یې وکړ.

چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې په دې انتحاري حمله کې شپږ تنه وژل شوي او پنځه کسه نور ټپیان دي.

د واشنګتن پوسټ په خبره د دوشنبې ورځې حمله په کابل کې د ملي امنیت د روزنیز مرکز په سر تر برید یوه اوونۍ وروسته وشوه.

ورځپاڼه لیکي:

د ملي امنیت په ادارې په وروستیو میاشتو کې د وسله‎والو طالبانو او اسلامي دولت ډلې یا داعش سخت‎دریځو څو انتحاري حملې کړې دي.

  • لندن ایوننګ سټنډرد

لندن ایوننګ سټنډرد ورځپاڼې هم د کابل په وروستۍ حملې لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې په قربانیانو کې یوه ښځه شامله وه چې په خپل موټر کې له دې سیمې تېرېده.

د لندن ایوننګ سټنډرد په لیکنه د کابل د روغتونو مشرانو اندېښنه ښودلې چې ښايي د مرګ‎ژوبلو شمېر زیات شي.

ورځپاڼه وايي، ورته چاودنې په وروستیو څو میاشتو کې زیاتې شوې دي.

  • نیوز ټوډې

نیوز ټوډې ورځپاڼې د کابل د دوشنبې ورځې د انتحاري حملې یوه وېډیو خپره کړې ده.

په دې وېډیو کې لیدل کېږي چې امبولاسونه ټپیان روغتونونو ته وړي.

د وېډیو له مخې تر چاودنې وروسته زیات شمېر امنیتي ځواکونه سیمې ته ورغلل.

په کابل کې د دوشنبې ورځې حملې مسؤلیت اسلامي دولت نومې ډلې په غاړه اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG