د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزې غونډې نړېوالې تبصرې


د نړۍ یو شمېر چاپي خپرونو د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو پر درې اړخیزه غونډه چې د سې شنبې په ورځ په پیکېنګ کې وشوه، مقالې خپرې کړې دي.

په دې غونډه کې د درېیو سره هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهلېز خبره یاده شوه.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل، پیکېنګ غواړي په خپل تجارتي دهلېز کې چې اټکل کېږي ۷۵۰ میلیارده ډالره به پرې ولګېږي، افغانستان هم شامل کړي.

  • سعودي ګزیټ ورځپاڼه

د دې غونډې په اړه سعودي ګزیټ ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو له وسله‌والو طالبانو وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د ورځپاڼې په باور د دې سربېره چې طالبان هره ورځ په افغانستان کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي د کابل، اسلام‌اباد او پیکېنګ حکومتونو پر طالبانو غږ کړی دی چې هر څومره ژر چې کېدای شي د سولې خبرو ته دې کېني.

پاکستان او افغانستان موافقه وکړه چې ژر تر ژره خپل روابط ښه کړي.

ورځپانه وړاندې لیکي:

د طالبانو مشرانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرې رد کړې دي، خو څو ځله‌یې په یو شمېر اسیایي او اروپایي هېوادونو کې په کنفرانسونو کې ګډون کړی دی.

سعودي ګزیټ بیا د چین د بهرنیو چارو د وزیر وانګ یي خبره راخیستې ده چې وایي، پاکستان او افغانستان موافقه وکړه چې ژر تر ژره خپل روابط ښه کړي او دواړو لورو دا منلې ده چې د یوه بل پر ضد به په خپله خاوره کې وسله‌والو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.

  • مېل انلاین

مېل انلاین خپرونې هم د همدې درې اړخیزې غونډې په ارتباط لیکنه خپره کړې ده.

په دې مقاله کې لولو چې د سې شنبې په ورځ دغو درې سره وزیرانو موافقه وکړه چې ګډې هڅې به کوي تر څو د چین په لوېدیځ کې سین‌کیانګ سیمې ته د ترهګرۍ د متوجې ګواښ مخه ونیسي.

د دغو درېیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو لومړۍ درې اړخیزه غونډه په داسې وخت کې وشوه چې چین په خپلو ګاونډیو هېوادونو کې د ټریلیون ډالرو په لګښت د تجارتي لارو د جوړېدو تکل کړی دی.

مېل انلاین لیکي:

چین د سین‌کیانګ د پولو د ساتلو لپاره دا هیله لري چې افغانستان او پاکستان به مرسته ورسره وکړي.

خپرونه د څېړونکو په وینا لیکي چې پیکېنګ په دې سیمه کې د ایغور مسلمانانو د بغاوت د مخنیوي لپاره هغوی ځپي.

پیکېنګ د ختیځ ترکستان د اسلامي تحریک په څېر ډلې تورنوي چې په سین‌کیانګ کې ترورېستي هلو ځلو ته زمینه برابروي.

د مېل انلاین په وینا چین پخوا هم اندېښنه ښکاره کړې وه چې ایغور وسله‌والو په افغانستان او پاکستان کې پناه ځایونه موندلي دي.

XS
SM
MD
LG