د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

سرخط: پاکستان به څومره بدل شي؟


د کابل چاپ ورځپاڼو نن د ځینو نورو مسایلو تر څنګ په چین کې د افغانستان پاکستان او چین په درې اړخیزې غونډې او د بلخ د پخواني والي د استعفا په اړه د اجرائیه رئیس په څرګندونو بحث کړی دی.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران نن په پیکېنګ کې سره جرګه کېږي، څو د ترورېزم په خلاف په روانه مبارزه کې د همکاریو د څرنګوالي او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي:

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني به د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د راپورته شویو لانجو او همداراز په سیمه کې د ترورېزم په خلاف د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت نظر شریک کړي.

د ورځپاڼې په وینا دا غونډه د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د ستونزو د هواري لپاره د چین د ژمنې له مخې کېږي، خو ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا پوښتنه کړې چې پاکستان به څومره بدل شي؟

ورځپاڼې د پاکستان په وړاندې د ملي وحدت د حکومت او په تېره بیا د ولسمشر اشرف غني تګ‌لاره چې په نتیجه کې یې پاکستان په نړیواله کچه تر فشارونو لاندې راغی، د ستایلو وړ بللې، خو لیکلي یې دي چې له دې سره سره د افغانستان په وړاندې د پاکستان په چلند کې بدلون نه‌دی راغلی.

ورځپاڼې د مطلب په پای کې لیکلي چې په افغانستان کې ملي اجماع او یا هم د هېواد د سیاستوالو له‌خوا د ملي وحدت د حکومت د سیاستونو ننګه کولای شي، پاکستان بدلېدو ته اړ کړي.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي دي چې د چین درې اړخیزه غونډه د ترورېزم په خلاف په روانه مبارزه کې د سیمه‌ییزی همکارۍ د رامنځته کولو، د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او همداراز له افغان حکومت سره د سولې او امن په ټینګښت کې د همکارۍ لپاره پلان شوې ده.

خو ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي چې دا غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان خلک د هغې په عملي اړخ ټینګار کوي او وایي چې د غونډې پرېکړې باید عملي شي.

ورځپاڼه لیکي چې پخوا هم داسې غونډې جوړې شوې وې، خو د دې لپاره چې د پاکستان له لوري پرې عمل نه‌دی شوی کومه ځانګړې اغېزه‌یې نه‌ده لرلې.

د عطا محمد نور د استعفا په اړه د اجرائیه رئیس پرونۍ څرګندونې بله مهمه مسئله ده چې د کابل ځینو ورځپاڼو پرې پراخ بحثونه کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د بلخ د پخواني والي د استعفا په اړه د جمعیت ګوند له‌خوا د پورته شویو انتقادونو په ځواب کې د اجرائیه رئیس غبرګون راخیستی دی او لیکلي یې دي چې ښاغلي عبدالله دا واضح کړه چې د نور استعفا د جمعیت ګوند په خوښه منظور شوې وه.

ورځپاڼه لیکي چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس په خپلو څرګندونو کې وویل چې ده او ولسمشر شااوخوا ۱۵ ورځې مخکې د جمعیت ګوند له مشرتابه سره لیدلي و او د هغوی په مشوره‌یې د نور استعفا منظور کړې ده.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د اجرائیه رئیس له څرګندونو وروسته د سیمه‌ییزو ادارو د خپلواکې ادارې په حواله لیکلي دي چې د بلخ د نوي والي د معرفي کولو لپاره تیارۍ روانې دي او ژر به معرفي شي.

ورځپاڼه لیکي:

د سیمه‌ییزو ادارو د خپلواکې ادارې ویاند په خپلو خبرو کې نور د بلخ د پخواني والي په توګه یاد کړ او د هغه د خدماتو ستاینه‌یې وکړه.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرلیکنه کې ویلي دي چې افغان ولس د بلخ د پخواني والي په اړه د ولسمشر او اجرائیه رئیس له دریځه ملاتړ کوي.

ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې نور او اسماعیل خان د ټوپک‌سالارانو په توګه یاد کړي چې د ورځپاڼې په وینا په تېرو ۱۶ کلونو کې یې د نړیوالو مرستو او کورنیو عوایدو زیاته برخه لوټلې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې ولس د بلخ د والي په وړاندې د افغان حکومت اقدام په هېواد کې د قدرت د جزیرو د نړولو په لور یو مهم ګام بولي او لیکي:

ملت په دې اړه د ولسمشر او اجرائیه رئیس دریځ ستایي او د هغې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG