د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

دفاع وزارت: د امنیتي ځواکونو ۴ کلن پروګرام په منظم ډول پر مخ ځي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، د څلور کلن امنیتي پلان پر اساس توانېدلی چې د جګړې په وروستي فصل کې زیات پرمختګ وکړي.

د وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال‌يې ټول مخکې له مخکې پلان شوي پوځي عملیات په بریالیتوب تر سره کړي دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» ازادي راډیو ته وویل، د پرمختګ یو لوی دلیل دا دی چې د ځانګړو ځواکونو یا کمانډو ځواکونو تشکیل قول اردو ته لوړ شو او لازمې وسلې هم ورته ورکړل شوې وې.

رادمنش په کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، ننګرهار، کندز، فاریاب او جوزجان کې د بریالیو پوځي عملیاتو یادونه وکړه او ویې‌ویل چې د امنیتي ځواکونو څلور کلن پروګرام په منظم ډول پر مخ ځي او د دفاعي ځواکونو ظرفیت لوړ شوی دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

محمد رادمنش وویل:

"موږ سږ کال د خپل څلور کلن امنیتي پلان هغه برخه چې په سږ کال پورې ارتباط لري، عملي کړې یعنې دفاع وزارت د پوځ د اکمالاتو، د تشکیل لوړېدو او تجهیز په اړه کارونه شوي دي. الوتکې چې ملي اردو اړتیا ورته درلوده برابرې شوي او د امریکا متحده ایالاتو د اردو د تعلیم او روزنې، مشورې ورکولو او هوايي ملاتړ لپاره هم مرسته کړې او په همغږۍ کې مو کار کړی دی. موږ له ټولو ظرفیتونو ښه کار اخلو."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا دفاع وزارت سږ کال د افغانستان د امنیت په اړه په خپل راپور کې چې څو ورځې مخکې کانګرس ته وړاندې شو، ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د جګړې په ډګر کې ښه فعالیت کړی دی.

دفاع وزارت وايي د ۴ کلن امنیتي پلان پر اساس توانېدلي یو چې زیات پرمختګ وکړو.

په راپور کې ویل شوي چې د جون میاشتې له لومړۍ نېټې د نومبر تر ۳۰مې په افغانستان کې د جګړې په فصل کې افغان امنیتي ځواکونو د وسله‎والو طالبانو پر ضد په مبارزه کې ښه پرمختګ کړی دی.

پنټاګون د جګړې په میدانونو کې د افغان ځواکونو د بریو ستاینه وکړه

په همدې موده چې د افغانستان پر امنیتي ځواکونو په غزني، پکتیا، کندهار او بلخ کې خونړۍ حملې شوې دي.

خو د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل، یو لړ ستونزې چې پخوا موجودې وې، تر ډېره حده حل شوې دي.

محمد رادمنش وویل:

"وضعیت داسې دی چې هره ورځ زده‎کړه کوو. مخکې ستونزې وې او موږ يې د حل هڅې کړې دي. موږ هڅه کړې چې هم د خپلو پوځيانو د امنیت او مصونیت پروا وکړو او هم هغوی له خپلو مسلکي قابلیتونو په جګړه کې ښه کار واخیستلی شي."

ارشیف
ارشیف

د افغانستان په کندهار او هلمند ولایتونو کې پرون هم پر کورنیو او بهرنیو امنیتي ځواکونو حملې وشوې چې یو شمېر کسان په‌کې ووژل او زخمیان شول.

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې پرون پر دوو پوستو په وسله‎والو حملو کې ۱۱ پولیس افسران ووژل شول.

حیات: د لښکرګاه پر ۸مې حوزې په برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي

وسله‎والو طالبانو د حملو مسؤلیت واخیست.

د هلمند امنیتي چارواکو ادعا وکړه چې په دواړو حملو کې ۱۵ وسله‎وال طالبان هم وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۲۶» د بهرنیو ځواکونو د ګزمې پر موټرو انتحاري حمله وشوه چې د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په وینا، یوه ښځه په‌کې ووژل شوه او څلور تنه زخمیان شوي دي.

کندهار ښار کې پر بهرنیو ځواکونو حملې یوه ملکي ښځه وژلې ده

د یادونې وړ ده چې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ مأموریت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ګزمې عسکرو ته‌یې هېڅ زیان نه‌دی رسېدلی.

حمله د کندهار د هوايي ډګر پر سړک شوې وه.

XS
SM
MD
LG