د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۰

مرتضوي: له افغانستان سره باید د هېوادونو اړیکې دولت په دولت وي


افغان حکومت د ولسمشر ولادمیر پوتین د هغو څرګندونو په ځواب کې چې وايي، په افغانستان کې امنیتي ګواښونه په زیاتېدو دي، غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې افغانستان د ترورېزم پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.

د افغانستان په شمال کې د ترورېستي ډلو د فعالیتونو پر زیاتېدو د روسیې د ولسمشر له خوا د اندېښنو له څرګندولو وروسته، افغان حکومت وايي چې افغانستان د ترورېزم پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی، په دې برخه کې مسؤلانه عمل کوي او له نورو هېوادونو څخه هم د مسؤلانه چلند تمه لري.

مسکو چې له افغان طالبانو سره په همکارۍ تورن دی، په وار وار په افغانستان کې د طالبانو د سیالې ډلې داعش د فعالیتونو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او پرون پنجشنبه ولسمشر ولادمیر پوتین په افغانستان کې د امریکا او روسیې ګډ کار ته چمتووالی وښود.

ولسمشر پوتین په خپله کلنۍ خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې امنیتي ګواښونه په زیاتېدو دي او مسکو له افغان حکومت سره مرستې ته چمتو دی، خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي پرته له دې چې د روسیې نوم واخلي، له هېوادونو وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې ټولې اړیکې د ډلو نه، بلکې د دولت په کچه ټینګې کړي.

د افغان ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي وویل:

"لومړی د ترورېزم پرضد په مبارزه کې د ټولو هېوادونو له خوا د مسؤلیت منل دي، دوهم دا چې هېوادونه د خپلو هدفونو او نیتونو لپاره باید ترورېزم د یوې وسیلې په توګه ونه کاروي او درېیم دا چې له افغانستان سره اړیکې باید له دولت سره د دولت اړیکي وي او له بېلابېلو ډلو سره اړیکې چې په هره بڼه وي، له سولې او ثبات سره مرسته نه کوي، بلکې کولای شي چې په یو ډول سره امنیت ته ګواښ وکړي."

روسي چارواکو له دې مخکې په افغانستان کې د متحدوایالاتو پر پالېسیو انتقاد کړی او یوه اوونۍ مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په ویانا کې وویل چې د افغانستان لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ ستراتېژي د زور پر بنسټ ولاړه ده.

ده زیاته کړه چې د افغانستان ستونزه له پوځي لارې نشي حل کېدای، خو افغان حکومت یې په ځواب کې وویل چې د امریکا نوې ستراتېژي د افغانستان په ګټه ده.

که څه هم افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د روسیې د مرستو د ادعاوو په اړه مستقیم غبرګون نه دی ښودلی، خو د ولایتونو په کچه چارواکو څو ځلې ویلي چې روسیه له وسله والو طالبانو سره د وسلو او تجهیزاتو مرسته کوي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم څوځلې پر روسیې تور لګولی چې له طالبانو سره مرستې کوي، خو روسیې دا تورونه رد کړي او وايي، له طالبانو سره د دې لپاره اړیکې نیسي چې له افغان حکومت سره سولې ته یې وهڅوي.

XS
SM
MD
LG