د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

د روسیې ولسمشر افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د ډېرېدو خبره کوي


د روسیې ولسمشر په افغانستان کې د امنیتي ګواښونو د ډېرېدو خبره کړې ده.

ولادیمیر پوتین نن په خپله کلنۍ خبري غونډه کې ویلي چې هېواد یې چمتو دی څو د افغان حکومت سره چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري، مرسته وکړي.

ولسمشر پوتین دغه‌راز په‎دې غونډه کې دا هم ویلي چې روسیه او امریکا کولای شي په افغانستان کې له یو بل سره همکاري وکړي.

روسي چارواکو وړاندې په افغانستان کې د امریکا پر پالېسیو انتقاد کړی و او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روانې میاشتې په سر کې په ویانا کې ویلي و چې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتېژي د زور پر بنسټ ولاړه ده.

سرګي لاوروف ویلي و چې د افغانستان ستونزه د پوځي زور له لارې نه‎شي هوارېدلی.

لاوروف: د افغانستان ستونزه د پوځي زور له لارې نه‎شي هوارېدلی.
لاوروف: د افغانستان ستونزه د پوځي زور له لارې نه‎شي هوارېدلی.

افغان حکومت دغه انتقادونه رد کړل او د امریکا ستراتېژي یې د افغانستان د راتلونکي لپاره ګټوره وبلله.

په همدې حال کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن څو ځلې روسیه تورنه کړې چې له وسله‎والو طالبانو سره پوځي مرسته کوي، خو روسیه دا تورونه ردوي او وړاندې یې ویلي و چې له طالبانو سره د دې لپاره اړیکې نیسي چې له افغان حکومت سره‌یې د سولې خبرو ته وهڅوي.

XS
SM
MD
LG