د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۴

په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تولید لوی لاملونه!


له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت وایي چې د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته د کیمیاوي موادو يا «فری کرسرونو» د قاچاق دوام او اروپا ته د ګاونډیو هېوادونو له لارې په افغانستان کې د تولید شویو مخدره موادو ټرانزیت، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت زیاتوالي او د هېرویینو جوړولو ته زمینه برابره کړې ده.

له مخدر موادو سره د مبارزی وزارت د پالیسۍ معین، جاوید احمد قایم د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۱۶» ازادي راډیو ته وویل چې د هېرویینو د تولید لپاره د ګاونډیو هېوادونو له لارې افغانستان ته د کېمیاوي موادو ټرانزیت په پراخه کچه دوام لري.

جاوید احمد قایم وایي چې ایران اروپا ته د افغانستان د مخدره موادو د قاچاقو تر ټولو لویه لاره ده.

نیول شوي مخدره مواد.
نیول شوي مخدره مواد.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ ستونزه ټرانزیټ دی او ټرانزیټ له دواړو خواوو تر سره کېږي، له هغې خوا کېمیاوي مواد افغانستان ته قاچاق کېږي او له دې خوا په افغانستان کې تولید شوي هیرویین، د ګاونډیو هېوادونو له لارې نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي، د دې موادو ډېری یې د ايران له لارې، په دوهم قدم کې د پاکستان، په درېیم قدم کې د تاجکستان او ازبکستان او په دې وروستیو کې څه اندازه مواد د ترکمنستان له لارې هم قاچاق کېږي."

دا په داسې حال کې ده چې له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت او مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د ادارې په ګډ راپور کې د ګاونډیو هېوادونو له لارې د مخدره موادو د قاچاق فرصتونه او په افغانستان کې د کوکنارو کښت د هېرویینو د تولید اصلي عوامل بلل شوي دي.

د مخدره موادو په وړاندې مبارزې وزارت: سږ کال د تاریاکو تولید ۸۷سلنه زیات شوی

بل لور ته د ایران د پارلمان رئیس، علي لاريجاني د سې شنبې په ورځ په روسیه کې د "پارلماني استازي او مخدره موادو سره مبارزې" په نوم د ۴۴ هېوادونو د استازو په کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې ډېری تولید شوي مخدره مواد د ګاونډیو هېوادونو، په تېره بيا د ایران او تاجکستان له لارې اروپا ته قاچاق کېږی.

علي لاریجاني
علي لاریجاني

ښاغلي لاري جاني زیاته کړه:

"د افغانستان د نشه يي موادو د ټرانزيټ مقصد په لومړۍ مرحله کې اروپا ده، په افغانستان کې تولید شوي نشه يي مواد زیاتره د ایران، تاجکستان او ځینې نور یې د سیمې د ځینو نورو هېوادونو له خوا قاچاق کېږي، د افغانستان دولت وايي چې د دې قاچاقو د مخنیوي لپاره کافي توان نه لري، خو خپله هڅه کوي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې دي باید په دې برخه کې خپل مسئولیت اداء کړي."

ايران په داسې حال کې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې پر ګډو هڅو ټینګار کوي چې د افغانستان له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت معیین، جاوید احمد قایم وايي، د ایران په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو تر اوسه د مخدره موادو او کیمیاوي موادو د قاچاق د مخنیوي په برخه کې د پام وړ اقدامات نه دي کړي.

بل لور ته د فراه پخوانی والی او سیاسي کارپوه اصف ننګ د افغانستان د مخدره موادو په ټرانزیت کې د ایران او پاکستان ونډه د پام وړ بولي، د ښاغلي ننګ په وینا، د افغانستان ډېری هغه ولایتونه چې په پراخه پیمانه کوکنار په کې کرل کېږي، ډیورنډ کرښې ته نېږدې او له ایران سره پر ګډ سرحد پراته ولایتونه دي.

ښاغلی ننګ د منځنۍ اسیا هېوادونو له لارې هم د مخدره موادو د قاچاق خبره نه ردوي او وايي چې ایران او پاکستان ته د دولت د وسله والو مخالفینو ازاد تګ راتګ هم د دغو هېوادونو له لارې د مخدره موادو قاچاق ته زمینه برابره کړې ده.

راپور: مرسلین ارسلا

XS
SM
MD
LG