د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

امریکا خواشینې ده چې فلسطیني چارواکي د سیمې په اړه خبرو ته حاضر نه‎شول


سپینې ماڼۍ فلسطیني چارواکي تورن کړي چې د سیمې د راتلونکې په اړه خبرې نه‌کوي.

امریکا خواشیني ښودلې چې فلسطیني چارواکي له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره د سیمې د راتلونکې په اړه خبرو ته حاضر نه‎شول.

دا خبره پرون د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس د دفتر یوه مسؤل جراډ اګېن په یوه بیان کې کړې ده.

تمه ده مایک پنس د ډسمبر تر ۲۵مې دمخه چې د کرسمس له رخصتیو سره سمون خوري منځني ختیځ ته سفر وکړي.

فلسطیني چارواکي د سیمې د راتلونکې په اړه خبرې نه‌کوي.

د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس یاور مجدي‌الخالد وړمه ورځ ویلي چې "هېڅ کومه لیدنه به ونه‎شي."

ځکه د ده په خبره: "امریکا د بیت‎المقدس په اړه په پرېکړې سره ټولې سرې کرښې ماتې کړې."

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بیت‎المقدس د اسرائیل پلازمېنه ګڼي او خپل سفارت به ورانتقال کړي.

د ټرمپ دې خبرې د امریکا د ځینو ملګرو په شمول د نړیوالې ټولنې او اسلامي هېوادونو تُند غبرګونونه وپارول.

د عرب‎لیګ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه بېړنۍ غونډه کې د ټرمپ پرېکړه وغندله او ویې‌ویل چې نور نو واشنګټن د اسرائیل او فلسطین د سولې یو بې‌پرې منځګړی نه‎شي ګڼل کېدای.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د امریکا دا پرېکړه غندلې او اسرائیل‌یې یو "ترورېستي" دولت بللی دی.

رجب طیب اردوغان هم د امریکا دا پرېکړه غندلې
رجب طیب اردوغان هم د امریکا دا پرېکړه غندلې

خو اخوا د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو وايي، بیت‎المقدس له ۳۰۰۰ کالو را په دې‌خوا د اسرائیل پلازمېنه ده او د ده په خبره هر څومره ژر چې فلسطینیان دا حقیقت ومني، د سولې خبرې هغومره ژر پیلېدای شي.

بنیامین نتانیاهو پرون دا خبرې په پاریس کې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره چې د امریکا د پرېکړې په اړه‌یې تُند دریځ غوره کړی بیان کړې.

اخوا بنیامین نتانیاهو نن د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګرېني سره په بروکسل کې وکتل.

اغلې موګرېني وویل، د بیت‎المقدس په اړه د برخلیک تر معلومېدو پورې په یوې واحدې نړیوالې اجماع درېږي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګرېني سره
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له مشرې فدریکا موګرېني سره

دی وايي:

"موږ به د بیت‎المقدس په اړه نړیوالې اجماع ته درناوی جاري وساتو تر څو چې د مقدس ښار د برخلیک په اړه ښکېلې خواوې د مستقیمو خبرو په مټ یوې پرېکړې ته ورسېږي. موږ هیله لرو چې ښکېلې خواوې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ له یو بل سره خبرو ته کېني."

د ملګرو ملتونو سازمان د بیت‎المقدس په سر د راپورته شویو لانجو په اړه ویلي چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د دوه دولتونو له مستقیمو خبرو بله هېڅ لار مؤثره نه‎ده او د سولې خبرې زیانمنوي.

خو د ډونالد ټرمپ د چهارشنبې ورځې اعلان په ګڼو اسلامي هېوادونو له هغې ډلې په خپله فلسطین، اردن، ترکیه، پاکستان، افغانستان او مالیزیا کې مظاهرې وپارولې او په غزه کې یې کړکېچ لا پسې زیات کړ.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG