د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

د هلمند والي: د طالبانو پر مخدره موادو ولاړې مالي سرچینې به وچې شي


د هلمند والي حیات الله حیات وايي، د وسله والو طالبانو هغه مالي سرچینې به چې د مخدره موادو پر تولید او قاچاق ولاړې دي، ډېر ژر وچې شي.

حیات تېره شپه«۱۳۹۶کال لېندۍ۱۲» له هلمنده په مرکه کې ازادي راډیو ته وویل چې پرون یې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن سره پر دې چې په هلمند کې د مخدره موادو د تولید پرکار خانو او لابراتوارونو حملې زیاتې شي، خبرې کړې دي.

حیات الله حیات
حیات الله حیات

حیات الله حیات وویل:

"لکه څرنګه چې سږکال له مخدره موادو سره مبارزه پېل شوې، که همداسې پرمخ ولاړ شوو، باور لرم چې د وسله والو طالبانو جنګي ماشین به چې د مخدره موادو له قاچاقه تمويلېږي، بند شي، دا کار به پر امنیت هم ښه اغېز وکړي."

جنرال جان نېکلسن په دې وروستیو کې له مخدره موادو سره جنګ اعلان کړ او په هلمند کې یې د مخدره موادو د تولید پر لابراتوارونو د هوايي حملو د زیاتولو خبره یې وکړه.

د هلمند والي ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو دوو اونیو کې دې حملو ښه نتېجه ورکړې ده.

حیات الله حیات زیاته کړه:

"تر اوسه تقریباً، پر دولس فابریکو په څلورو ولسوالیو، کجکي، موسی قلعه، واشېر او دېشو کې حملې شوې دي."

د حیات په وینا، د هلمند پنځه ولسوالۍ د حکومت له واکمنۍ وتلې دي او د وسله والو طالبانو په لاس کې دي چې د مخدره موادو سل ګونه فابريکې او لابراتوارونه پکې فعال دي.

د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو ادارې او په افغانستان کې له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت تېره میاشت د افغانستان په اړه خپل رپوټ خپور کړ.

په رپوټ کې ویل شوي چې په ۲۰۱۷مېلادي کال کې په افغانستان کې ۹۰۰۰ټنه تاریاک تولید شوي دي.

خو تر دې یو کال مخکې ۴۸۰۰ټنه مخدره مواد تولید شوي وو.

په رپوټ کې ویل شوي و چې په هلمند کې پر ۱۴۴هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.

په هلمند کې پر ۱۴۴هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي.
په هلمند کې پر ۱۴۴هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي.

د رپوټ په حواله، په تېر یوه کال کې په ټول افغانستان کې د مخدره موادو کښت ۶۳فیصده زیات شوی دی.

په اکټوبر کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې چې د افغان او غربي چارواکو په حواله خپور شوی و، وویل چې وسله والو طالبانو ته ۶۰ فیصده عواید له مخدره موادو په لاس ورځي.

د افغانستان ولسمشر د تېرې جمعې په ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د استانبول پروسه – د اسیا زړه کنفرانس ته په وینا کې ومنله چې د کوکنارو کښت زیات شوی او د خواشیني وړ ستونزه یې وبلله.

خو هغه وویل چې د روان کال په یوولس میاشتو کې د ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت مخدره مواد نیول شوي او له منځه وړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG