د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

افغان حکومت د چابهار بندر د نوې جوړې شوې برخې پرانیستنه مهم پرمختګ وباله


د افغانستان حکومت د چابهار بندر د پراختیا لپاره د بندر د نوې جوړې شوې برخې د پرانیستل کېدو هرکلی وکړ او په سیمه کې د وارداتو او صادراتو د زیاتېدو لپارهيې مهم پرمختګ وباله.

د ایران حکومت د چابهار بندر پر نوې پرانیستل شوې برخه یو میلیارد ډالر لګولي دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون په ځانګړو مراسمو کې هیله څرګنده کړه چې دا بندر به له افغانستان او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ټرانزیت په لوی مرکز بدل شي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال
د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۲» ازادي راډیو ته وویل:

"د ملي وحدت حکومت د جوړېدو له پیله هڅې کولې چې په یوې لارې یا یوه هېواد پورې تړلی نه‌وي، د صادراتو او وارداتو لپاره بېلابېلې لارې پرانیزي. بالاخره د افغانستان، ایران او هند هوکړه پر چابهار وشوه. له دې لارې موږ په اسانه صادرات او واردات کولای شو."

مینه‌پال زیاته کړه چې د افغانستان حکومت د چابهار بندر له لارې له هند او ایران سره د تجارتي اړیکو د ټینګولو تر څنګ غواړي چې له منځنۍ اسیا سره هم په سوداګریزو او ټرانزیتي اړیکو کې ښه پرمختګ وکړي.

هند حکومت چې غواړي د افغانستان او مرکزي اسیا مارکېټونو ته لار پېدا کړي، پر چابهار بندر لږ تر لږه ۵۰۰ میلیونه امریکایي ډالره پانګونه کړې ده.

د ایران چابهار بندر د عمان پر خلیج جوړ شوی او د پاکستان له ګوادر بندره چې د چین په مرسته جوړېږي، کم واټن لري.

چابهار د هند سمندر ته د ایران تر ټولو نږدې لار ده او تهران هیله لري چې په دې ډول به د پاکستان پر ګوادر بندر مخکې شي.

د افغانستان حکومت هم غواړي چې د چابهار بندر فعالیت به د پاکستان پر ګوادر بندر د افغان سوداګرو اتکا کمه کړي.

د جمهور رئیس مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال وویل:

"له بده مرغه، پاکستان تل پر واګه زموږ د صادراتو او وارداتو په وړاندې خنډونه جوړول، نو بالاخره د افغانستان حکومت چابهار ته مخه کړه چې اسانه او ارزانه لار ده."

د هند د مرستو لومړی کاروان د اکټوبر په میاشت کې چابهار بندر او بیا نیمروز ته ورسېد.

د نوې برخې له جوړېدو سره د چابهار بندر ظرفیت درې برابره لوړ شوی دی.

چابهار بندر
چابهار بندر

مخکې دې بندر د دوه نیم میلیون ټنه تجارتي موادو د لېږد رالېږد توان درلود، خو تر دې وروسته د اته نیم میلیون ټنه موادو د تبادلې لپاره تیار دی.

د دې بندر د جوړولو کار "خاتم‌الانبیا" شرکت ته سپارل شوی چې د ایران په "سپاه پاسداران انقلاب اسلامي" ځواک پورې اړه لري.

د دې تر څنګ یو شمېر کوچنیو قراردادیانو ته هم کارونه سپارل شوي وو.

د دې ستر بندر د پراختیا چارې به په نورو ۱۴ کلونو کې بشپړې شي.

د څارونکو په وینا چابهار بندر د سیمې د تجارت لپاره د پاکستان د ګوادر بندر اهمیت کمرنګه کولای شي.

خو د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون وویل چې چابهار به د سیمې د هېوادونو ترمنځ ښه شراکت او اتحاد پېدا کړي.

XS
SM
MD
LG