د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

نبیل: ځیني افغان چارواکي له "ای. اس. ای" او حقاني شبکې سره اړیکې لري


د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس وايي، د افغان حکومت یو شمېر مهم چارواکي د پاکستان د څارګرې ادارې «ای. اس. ای»، حقاني شبکې او نورو وسله والو ډلو سره اړیکي لري.

رحمت الله نبیل دغه څرګندوني په کندهار کې د تفاهم په نوم د یوې نوې جوړې شوې شورا په غونډه کې وکړې.

په دغه غونډه کي د حکومت یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو او د ولسي جرګې غړو هم پر حکومت سخت انتقادونه وکړل. د تېرې یوې اوونۍ را هیسې په کندهار کي د يوې لويې سياسي غونډي لپاره تياری روان و چې بالاخره نن د شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۱۱مه دغه لویه غونډه د څو سياسي څېرو د ولسي او مشرانو جرګې د شااوخوا ۶۰ غړو او د کندهار ښار او ولسوالیو د زرګونو اوسېدونکو په ګډون، د کندهار په عينومېنه کې جوړه شوه.

د غونډې اجنډا ته که څه هم د ملي یووالي او د حقیقي سولي نوم ورکول شوی و، خو ګډونوالو يې تر ډېره پر حکومت نیوکې وکړې.

غونډې ته په وينا کې د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي وویل چې د ملي يووالي حکومت افغانستان د سياسي، اقتصادي او امنیتي بې ثباتۍ سره مخ کړی او ورځ تر بلې دغه بې ثباتي زياتېږي.

د احدي په وينا، حکومت د راتلونکو ټاکنو لپاره هم قوي اراده نه لري او غواړي، په دې توګه افغانان نور هم له کړاونو سره مخ کړي.

انوارالحق احدي
انوارالحق احدي

ښاغلي احدي زیاته کړه:

"امنیتي نا ارامي او د جنګ دوام د دولت لپاره یو تهدید دی او یو بحران دی او داسې خلک له اقتصاده ډېر نا راضه دي، همدا اوس د حکومت احصایه ښيي چې په دې ملک کې بېکاري ۴۱ فیصده ده دا حکومت د کار د ایجاد لپاره کوم پروګرام نه لري."

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل چي اوس د افغانستان د ملي محور په نوم د یوه سیاسي خوځښت مشري کوي، د دې غونډې ګډونوالو ته په وینا کي وویل چي د ملي يووالي حکومت د خلکو د يووالي څخه وېره لري او غواړي د لويو ولسي غونډو مخه ونيسي.

نبيل دغه راز ادعا وکړه چې د افغان حکومت یو شمېر مهم چارواکي د پاکستان د څارګرې ادارې یا «ای. اس. ای"، حقاني شبکې او وسله والو ډلو سره اړیکې لري.

ښاغلي نبیل وویل:

"په حکومت کې بعضې کړۍ دي چې د ISI سره، له نورو استخابراتو سره او د حقاني شبکې سره چې زموږ زرګونه بېوسه ملکي خلک یې وژلي، د هغوی سره پټ پټونی کوي، له هغو سره مجالس کوي، له هغوی سره پټې خبرې کوي، دوی د افغانستان ملي حاکمیت په نظر کې نه نیسي، اما د ولس له یو ځای کېدو وېره لري."

په غونډه کي د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون او د دې جرګې یو شمېر نورو غړو هم د حکومت پر ضد سخت انتقادونه وکړل.

دغې غونډې ته د کندهار ښار او بېلا بېلو ولسوالیو اوسېدونکي هم ور بلل شوي.

له دې جملې یو شمېر کسانو ازادي راډیو ته وویل چې دوی په خپل رضایت په غونډه کي ګډون نه لري.

د غونډې په پای کې يو پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې د ملي يووالي له حکومته د دې غونډې د ګډونوالو د سپارښتنو د عملې کېدو، د پارلماني او ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو د پر وخت ترسره کولو او د قانون ماتونې د پای ته رسولو غوښتنه پکې شوې وه.

راپور: محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG