د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

وزیري: د دفاع وزارت یو پلاوی د راکټي حملو په اړه د بحث لپاره پاکستان ته ځي


ټاکل شوې چې د افغانستان د ستر درستیز د رئیس ارکان حبیب حصاري په مشرۍ د د دغه هېواد د دفاع وزارت یو پلاوی پاکستان ته سفر وکړي.

د افغانسنستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري ازادي راډیو ته وویل، یاد پلاوی به د پنجشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۰۹» هغه هېواد ته سفر وکړي او د پاکستان له دفاع وزارت سره به د ډیورند کرښې په اوږدو کې د هغه هېواد له خوا د شویو سرغړونو په اړه خبرې وکړي.

دولت وزیري
دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"نن د ستر درستیز رئیس ارکان جنرال حصاري په مشرۍ یو پلاوی چې یو شمېر نور جنرالان هم ورسره دي پاکستان ته ځي او د پاکستان له چارواکو سره به د سرحدي سرغړونو په اړه چې د کرښې په اوږدو کې کېږي او دغه شان د هغه راکټي حملو په اړه چې د پاکستان له خوا د کرښې دې غاړې ته کېږي خبرې وکړي او د یو شمېر نورو ستونزو په اړه به هم چې د کرښې په اوږدو کې پېښیږي خبرې وشي."

دغه افغان پلاوی په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې له کلونو راهیسې د کونړ په ګډون پر ځینو نورو سرحدي ولایتونو د پاکستاني ملېشو د راکټي حملو له امله یو شمېر ملکیان مړه او ټپیان شوي او په زرګونو کورنۍ د خپلې سیمې پرېښېدوته اړیستل شوي دي

د افغانستان د ختیځ ولایت کونړ امنیتي مسؤلینو له دې وړاندې ویلي چې د پاکستان د راکټي حملو په مقابل کې افغان امنیتي ځواکونو هم په باالمثله عمل لاس پوری کړی دی.

د پاکستاني ملېشو پر پوستو د افغان ځواکونو حملې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00

د دې ولایت امنیه قوماندان جمعه ګل همت یوه اوونۍ وړاندې رسنیو ته وویل چې افغان امنیتي ځواکونو په باالمثله عمل کې د پاکستان څو پوځي پوستې د توپخانې حملو لاندې راوستې.

د افغانستان دفاع وزارت هم څو ورځې وړاندې وویل چې د پاکستان د راکټي حملو په غبرګون کې افغان سرتېرو ته د باالمثل عمل امر شوی دی.

دفاع وزارت وايي د پاکستان د بریدونو په ځواب کې باالمثل اقدام شوی

دفاع وزارت: پاکستان باید په راکټي بریدونو تاوتریخوالي ته لازمینه برابره نه‌کړي

افغان حکومت له څو کلونو راهیسې ادعا کوي چې د افغانستان یو شمېر سرحدي سیمې د پاکستان له توپخانه او راکټي حملو سره مخ دي.

خو د کونړ والي وحیدالله کلیمزي یوه اوونۍ وړاندې ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان په وړاندې د افغان سرحدي ځواکونو له باالمثله عمل وروسته په دې راکټي حملو کې کموالی راغلی دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پاکستان تر اوسه د افغانستان په خاوره د توغندیو د توغولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي او نه یې هم مسؤلیت منلی دی.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې نایب منشي فیصل سمیع وايي، پاکستان هېڅ کله هم پر هغو ژمنو چې له افغانستان سره یې کړي رېښتینی نه دی پاتې شوی.

خو نوموړي پاکستان ته د ډیورند کرښې په اوږدو کې د ستونزو د حل په هدف د افغانستان د دفاع وزارت د پلاوي د تګ هرکلی کوي:

"هماغه ډول چې جنرال نېکلسن هم تېره شپه په خپلو خبرو کې وویل چې پاکستان لا تراوسه هم له ترورېزم ملاتړ کوي او تر دې دمه هم موږ ته ستونزې پیدا کوي، په هر صورت زه زیات خوشبین نه یم خو ولې بل اخره د دې ستونزې د حل او پاکستاني لوري ته د شکایت د سپارلو په هدف زه د دې پلاوی د تګ پلوی کوي."

خو د افغانستان دفاع وزارت پاکستان ته د ستردرستیز د رئیس ارکان د سفر د احتمالي نتایجو په اړه په ښکاره ډول خوشبینه نه ښکاري.

د یادونې ده چې افغانستان مخکې تر دې هم په ګڼو نور مسایلو کې له پاکستان سره خبرې کړي او هغه هېواد د ستونزو د هواري ژمنه کړې، خو د وخت په تېرېدو دغه ژمنې یوازې ژمنې پاتې دي او په عمل کې نه دي ثابتې شوي.

د دفاع وزارت یو پلاوي د سرحدي ستونزو د حل لپاره پاکستان ته ولاړ

افغان حکومت له دې وړاندې هم د پاکستان د راکټي حملو او د افغانستان په هوايي حریم د تېري له کبله هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي شکایت کړی دی.

راپور: اکرام الله اکرام

XS
SM
MD
LG