د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د کونړ اوسېدونکي: پاکستان پر سرکاڼو بمبار او راکټي حملې کړي


د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، نن سهار پاکستانۍ هليکوپټرې له ډیورند کرښې را اوښتې دي او د سرکاڼو ولسوالۍ پر اړوندو سیمو يې بمبار کړی دی.

دوی وايي، د دوشنبې ورځې په سهار څه باندې اووه بجې د پاکستانیو هوايي ځواکونو درېیو هلېکوپټرو د یادې ولسوالۍ پر ګلابپړۍ او ننګه سر سیمو بمبار کړی دی.

د سرکاڼو اوسېدونکي حاجي زرګل ازادي راډیو ته وویل:

"سهار پاکستانۍ هليکوپټرې را اوښتې دي، د بهار اباد پورې يې پروازونه کول او بمبار يې د ګلابپړۍ او ننګه سر یې کاوه."

هغه وايي، د تېرې شپې نه یو ځل بیا پاکستانیو ځواکونو د توپونو خولې د دوی سیمې ته مخامخ کړي او تر اوسه‌يې لسګونه ګولۍ راوېشتلي.

نوموړي زیاته کړه:

"د شپې نه بریدونه شروع شوي دي، هغوی په ډېسي او د غټو توپونو یو سل او دوه دېرش ګولۍ راویشتي دي د شونکړۍ، ګلابپړۍ او ننګه سر باندې لګېدلي دي."

زرګل وايي، د تازه بریدونو شل ورځې پوره شوي چې په‌کې یو شمېر عام وګړي وژل شوي او په زیات شمېر کې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

د دغو خلکو په وینا د پاکستان د تېرو ورځو راکټي بریدونو له امله د یادې سیمې اوسېدونکي کډه شوي و او د نن ورځې د راکټي بریدونو او بمباریو په پایله کې چا ته ځاني زیان نه‌دی رسېدلی.

کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه‌ګل همت ازادي راډیو ته وویل چې پاکستانیو هلیکوپټرو د ډیورند پر کرښه پروازونه او بمبار کړی خو دوی ته دا نه‌ده جوته چې دغه بمبار د پولې کومې خوا ته شوی، دوی وايي، په دې اړه پلټنې کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغو طیارو چې د ډیورند پر فرضي کرښه پروازونه کړي، د ملي اردو او سرحدي ځواکونه‌يې څېړنه کوي چې دغه بریدونه د افغانستان په خاوره کې شوي دي او که بلې غاړې ته شوي، کېدای شي د محل د خلکو خبرې هم یو څه رښتیا وي."

هغه وايي، هر څوک چې د افغانستان پر خاوره برید کوي دوی يې ځواب ورکولو ته چمتووالی لري:

"زموږ ټول ځواکونه ځواب ورکولو ته چمتو دي، ولسمشر موږ ته امر کړی چې په کلکه د خپلې خاورې او خلکو دفاع وکړو."

خلک وايي، په یوه اوونۍ کې دا دوهم ځل دی چې پاکستانۍ هليکوپټرې له پولې راوړي او د سرکاڼو د ولسوالۍ په هوا کې پروازونه کوي، خو تر اوسه دولتي چارواکو د دغو سرغړونو تائید نه‌دی کړی.​

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG