د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

ناروې کې افغان کډواله طیبه عباسي وایي، تر اوسه یې چا غږ نه دی اورېدلی


د ناروې حکومت له خوا د ډيپورټ له خطر سره د مخ شوې افغان کورنۍ غږ لا هم نه دی اورېدل شوی.

طیبه عباسي چې له خپلې کورنۍ سره له پنځو کلونو راهیسې په ناروې کې اوسي، د ناروې له خوا ورته له دې هېواده د وتلو امر شوی دی.

دې افغان نجلۍ د اکټوبر په درېیمه د ناروې په ټرونډهایم ښار کې یوه پراخه اعتراضیه غونډه رهبري کړه او د ناروې دا پرېکړه یې وننګوله.

هغې د جمعې په ورځ یو ځل بیا په پخواني دریځ ټینګار وکړ او له ناروې یې د کډوالو په اړه د پرېکړې په سر بیا کتنه وغوښته.

اغلې عباسي وویل:

"زما شعار دا و چې د ناروې دولت او خلک وپوهوو چې زه او وروڼه مې یوازې کډوال نه یوو، بلکې اوس موږ د دې ټولنې یوه برخه ګرځېدلي یوو، ښوونځي ته لاړو، ژبه مو زده کړه، زما هدف همدا و، زموږ غږ د هغو لکونو افغان کډوالو غږ دی چې په همدې خطر کې ژوند کوي، هغه خطر چې نن ډيپورټ کېږو، سبا ډيپورټ کېږو، موږ یوازې د کډوال په توګه نه یوو راغلي، بلکې د یوه انسان په توګه مو دلته پناه راوړې. "

طیبه عباسي د اکټوبر په درېیمه په اعتراضیه غونډه کې ځيني مهم مسایل یاد کړل.

هغې په ایران کې د څو کلونو ژوند ته اشاره وکړه او ويې ویل چې د ایراني نجونو په څېر ښوونځي او نورو لومړنیو خدماتو ته یې لاسرسی نه درلود.

طیبې کابل هم ځان او هم ورونو ته نا امن وباله او ویې ویل، سخته ده چې هغه ځای ته په زور ولېږل شو چې امنیت نه لري او پکې نه یو اوسېدلي.

طیبې عباسي ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د ناروې حکومت په رسمي توګه د دوی خبرو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

نوموړې وویل:

"تر اوسه مو له دې اعتراض وروسته کومه نوې خبره نه ده اورېدلې، البته په ناروېژي خبري شبکو کې د دې اعتراض په اړه زیاته توجه شوې ده، موږ هیله لرو چې دا له موږ سره لږه مرسته وکړای شي. "

د اکټوبر په درېیمه د طیبې عباسي اعتراضیه غونډې او خبرو یې د کډوالو په اړه د ډېرو لوېدیځوالو نظر جلب کړ.

د اروپايي ټولنې د شمېرو له مخې، د هغو لکونو افغان کډوالو له ډلې چې اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو ته کډوال شوي، زرګونه کسان بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.

له دې ډلې له ۲۰۱۵ ـ ۲۰۱۶ کال پورې د ډيپورټ شویو کسانو شمېر له ۳۲۹۰ کسانو نه درې چنده ۹۴۶۰ ته لوړ شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، زرګونه افغانان په داسې حال کې افغانستان ته په زور لېږل کېږي چې د یوناما د شمېرو له مخې، افغانستان د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ د ملکیانو تر ټولو زیاته مرګ ژوبله لیدلې ده.

دې سازمان ویلي، د هغو کسانو له ډلې چې افغانستان ته لېږل شوي، ځیني یې په بمي چاودنو او حملو کې وژل شوي او ټپيان دي او ځینې یې په سخته وېره کې ژوند کوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG