د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

د سوریې د لانجې د حل لپاره د مسکو، تهران او انقرې نوی وړاندیز


د روسیې، ایران او ترکیې مشرانو موافقه وکړه چې د سوریې د حکومت او اپوزېسیون ډلو مشران د سوریې د جګړې د پای ته رسولو لپاره سره راغونډ کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون چهارشنبه "۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱" د روسیې په جنوب کې د سوچي په ښار کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره تر خبرو وروسته وویل:

"موږ د بهرنیو چارو له وزیرانو، د ځانګړو څانګو له استازو او له دفاعي جوړښتونو څخه غوښتي دي چې لږ نورې هڅې وکړي څو دلته په سوچي کې د سوریې د خلکو د غونډې ترکیب معلوم شي او نېټه‌یې تعیینه شي. عمومي نظر دا دی چې په داخل او خارج کې بېلابېلې سیاسي ډلې، همداراز مذهبي او قومي ډلې خبرو ته سره کېني."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د ایران ولسمشر حسن روحاني دغه درې اړخیزې خبرې ډېرې ګټورې وبللې.

تر اوسه دا څرګنده نه‌ده چې په سوچي کې به کېدونکې خبرې د سولې له نورو خبرو سره څه توپیر لري.

ملګرو ملتونو په جنوا کې د سوریې د شخړو د هواري لپاره هلې ځلې پیل کړې دي او روسیې، ایران او ترکیې بیا د همدې ستونزې د هواري لپاره له یوې مودې راپه دې‌خوا د قزاقستان په مرکز استانه کې خبرې شروع کړې دي.

روسیه او ایران په دې لانجه کې د ولسمشر بشار الاسد ملاتړ کوي.

بل لور ته پرون چهارشنبه "۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱" د سعودي عربستان په مرکز ریاض کې د سوریې د حکومت د اپوزېسیون ډلو غونډه وکړه او ویې‌ویل چې د هرې بلې انتقالي دورې تر راتګ مخکې باید بشارالاسد له واکه لیرې شي.

دوی د دې لپاره غونډه کړې وه چې په جنوا کې د نومبر د ۲۸مې نېټې د خبرو لپاره یو استازی معرفي کړي.

روسیه او ایران په دې لانجه کې د ولسمشر بشار الاسد ملاتړ کوي، ترکیه او د امریکا متحده ایالاتونه بیا د هغو یاغیانو حمایت کوي چې د بشار الاسد د حکومت پر ضد جنګېږي.

د سوریې په جګړه کې د څه باندې شپږ کلونو په ترڅ کې تر درې لکه ۱۰ زره ډېر کسان وژل شوي او تر شپږ میلیونه ډېر کسان مهاجر شوي دي.

له ۲۰۱۱م کال راپه دې‌خوا د دې جګړې پر مهال نږدې پنځه میلیونه سوریایان په خپل هېواد کې دننه هم بې‌ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG