د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

ایران وايي په سیمه کې یوازې د ترهګرۍ په وړاندې جګړې سره همکاري کوي


د ایران ولسمشر وایي، هېواد یې پر منځني ختیځ د برلاسي‌توب هڅه نه‌کوي بلکې په سیمه کې د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې همکاري کوي.

حسن روحاني دا څرګندونې د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره په ټیلیفوني تماس کې کړې دي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور له مخې د ایران جمهوري ریاست ویلي چې روحاني مکرون ته ویلي چې په عراق او سوریه کې د ایران حضور د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د ګډون لپاره د دغو هېوادونو د حکومتونو په بلنه شوی دی.

روحاني همدارنګه ویلي چې ایران د دې هڅه نه‌کوي چې سیمه تر خپل نفوذ لاندې راولي.

د ایران ولسمشر خپل فرانسوي ساري ته دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې څو ورځې مخکې پاریس تهران تورن کړ چې په منځني ختیځ کې د برلاسي‌توب لپاره هلې ځلې کوي.

ایران په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې جګړه کې مهم رول لوبولی.

په دغو دواړو هېوادونو کې د ایران په ګډون د سیمه‌ییزو او نړیوالو پوځي هڅو په نتیجه کې داعش ځپل شوی حتی تر دې چې د ایران ولسمشر حسن روحاني یې نن په یوه ټلوېزیوني وینا کې د له‌منځه تلو اعلان وکړ.

د ایران ولسمشر حسن روحاني.
د ایران ولسمشر حسن روحاني.

ښاغلی روحاني زیاتوي:

"هغه ترهګره ډله چې د سترو قدرتونو له‌خوا، د سیمې د یو شمېر ګوډاګیو هېوادونو له‌خوا روزل شوې «تغذیه» تجهیز شوې، پیسې ورکړل شوې وې، له‌منځه لاړه."

ایران دغه‌راز په سیمه کې د مهم سیال سعودي عربستان او د هغه د نورو متحدینو هغه تورونه هم رد کړل چې ویلي یې دي ایران او د هغه ملاتړې د لبنان حزب‌الله سیمه بې‌ثباته کوي.

ایران او حزب‎الله ډلې د عربستان او د هغه د متحدانو ادعاوې رد کړي

په دې وروستیو کې د سعودي او ایران اړیکې نازکې شوي.
په دې وروستیو کې د سعودي او ایران اړیکې نازکې شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د دوشنبې په ورځ وویل چې دغه تورونه کاملاً پر درواغو ولاړ دي.

یوه ورځ مخکې تر دې د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو ایران پر عربي هېوادونو پر تېري تورن کړ او ویې‌ویل چې دغه موضوع به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دغه‌راز پر لبنان د سعودي عربستان د فشارونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

ایران او د لبنان حزب‌الله دواړو ریاض تورن کړی چې پر سعد حریري یې فشار راوستی و چې د لبنان د صدراعظمي له څوکۍ نه استعفا وکړي.

XS
SM
MD
LG