د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

په جګړو او ترورېستي حملو کې له ماشومانو د استفادې په اړه د افغان حکومت اندېښنه


د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، په ترورېستي حملو او نورو جنګي برخو کې له ماشومانو ګټه اخیستنه زیاته شوې او دوی يې اندېښمن کړي دي.

سرور دانش وايي، ترهګرې ډلې ماشومان د خپلو جنګي اهدافو لپاره کاروي او دې کار په افغانستان کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه زیاته کړې ده.

ښاغلي دانش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» نېټه په کابل کې د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وویل:

"په افغانستان کې ماشومان لا هم له ګڼو ننګونو سره مخ دي، اوس‌مهال ترورېستي ډلې حتی په ماشومانو هم رحم نه‌کوي، هم په انتحاري او ترورېستي عملیاتو کې له ماشومانو ګټه اخلي او په دغو عملیاتو کې ډېرو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي، له بلې‌خوا همدا ترهګرې ډلې زموږ ښوونځي سوځوي او تخریبوي."

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او یونېسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق او یو شمېر نورو ادارو هم تر دې وړاندې په افغانستان کې د ماشومانو د تلفاتو تر څنګ، په جنګ کې له هغوی د ګټې اخیستنې په اړه اندېښنې ښودلې وې.

په انتحاري حملو کې له ماشومانو د ګټې اخیستنې تر ټولو تازه بېلګه، د روان لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۰مه د یو ۱۴ کلن هلک له لوري د کابل په وزیر اکبر خان سیمه کې انتحاري حمله وه چې په‌کې ۵ تنه ووژل شول او له ۲۰ زیات ټپیان شول.

تر دې وړاندې د هلمند په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ماشومان په ترورېستي حملو کې کارول شوي دي.

وسله‌والو طالبانو تر دې وړاندې په خپلو لیکو کې د ماشومانو موجودیت رد کړی دی.

د ولسي جرګې د ښځو چارو او بشري حقونو کمېسیون مشرې فوزیې کوفي چې دغې غونډې ته وینا کوله، پر حکومت انتقاد وکړ چې د ماشومانو د وضعيت د ښه کېدو لپاره لکه څنګه چې لازمه ده، پاملرنه نه‌ده کړې.

د ولسي جرګې د ښځو چارو او بشري حقونو کمېسیون مشره فوزیه کوفي
د ولسي جرګې د ښځو چارو او بشري حقونو کمېسیون مشره فوزیه کوفي

اغلې کوفي وویل:

"هغه پاملرنه او پانګونه چې باید ماشومانو ته وشي، تر اوسه د حکومت له لوري نه‌ده شوې او لا هم د حکومت په بودجه کې ډېره کمه پاملرنه د ماشومانو وضعيت ته شوې، یعنې د ملي بودجې ۰،۷ فیصده ټولنیزو چارو ته ځانګړې شوې چې ماشومان هم په‌کې شاملېږي."

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال دا مني چې د ماشومانو د وضعيت د ښه کېدو لپاره جدي پاملرنه نه‌ده شوې، خو نوموړي له ماشومانو څخه د ملاتړ په کورنیو او بهرنیو ادارو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره په ګډه، د ماشومانو د روانو ستونزو په هواري کې مرسته وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG