د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په "دیوه ګل" دره کې د داعش پر ضد د خلکو پاڅون!


د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د "دیوه ګل" په دره کې د چمبېل د سیمې اوسېدونکو د وسله‌والو مخالفینو خلاف پاڅون وکړ چې له امله‌یې تېره ورځ له ډېرو کلونو وروسته، دولتي چارواکي "دیوه ګل" درې ته ننوتل او د اسلامي دولت نومې یا داعش ډلې په لاس د وژل شوي څارنوال فاتحه واخیسته.

پاڅون کوونکي وايي، دوی به په خپله سیمه کې هېڅ‌څوک ورانکارو عملونو ته پرې نه‌ږدي او حکومت ته په کار ده چې د دوی ملاتړ وکړي.

تر اوسه وسله‌والو ډلو د څارنوالۍ د وژل شوي کارکوونکي د وژنې او د خلکو د پاڅون په اړه څه نه‌دي ویلي.

د چمبېل اوسېدونکي نقیب‌الله ازادي راډیو ته وویل چې د شنبې په ورځ سهار ۷ نیمې بجې د کونړ د استېناف څارنوالۍ د ریاست اجرائیه مدیر ګل شیرین له کوره دفتر ته روان و چې د کلي د موټرو په اډه کې مخ پټو وسله‌والو ونیوه او وروسته‌يې وواژه او په خبره‌یې چې ولس هم غلی نه‌دی ناست او په هماغه ساعت‌يې له وسله‌والو خپل غچ اخیستی دی.

نوموړي وویل:

"تېره ورځ سهار زموږ په کلي کې یو ظلم وشو، پټ مخو وسله‌والو زموږ د کلي یو اوسېدونکی ګل شیرین لومړی ونیوه او بیا يې په موټر کې واچاوه او له دوه درې کېلو متره مزل کولو وروسته‌يې وواژه، کله چې ولس خبر شو، خلکو چغه کړه، چا سره که تبر و، که کوتک و او که ټوپک، ټول راووتل او د داعش یو تن کارکوونکی چې د دغې ډلې ویاند و، ونیوه او بیا یې قصاص کړ او ختم‌يې کړ، موږ خپل غچ اخیستی دی."

د چمبېل اوسېدونکی وايي، دوی د وسله‌والو مخالفینو د تګ راتګ او اکمالاتو لار بنده کړې، ځای ځای يې پوستې جوړې کړي او هر څوک چې د وسله‌والو مخالفینو د اوسېدو ځایونو ته خوراک وړي او یا تګ راتګ کوي، هغه به نیسي.

دی وایي:

"له دې ځایه تر پتڼ پورې موږ په لوی سړک پراته یوو، په دې لاره‌يې نه ښکته پرېږدم او نه‌يې پورته پرېږدم او راشن‌يې هم نه‌پرېږدم، نو دا خلک خو ټول له دې ځایه اکمالېږي، موږ ورته هېڅ شی، نور نه‌پرېږدو. هغوی له غره نه لرګي په خرو راوړي او بیا یې بازار کې له پلورلو وروسته پرې سودا اخلي او بیا یې وړي. موږ به شااوخوا ۱۵۰۰ د ټوپک او جنګ کسان لرو، په ټولو ځایونو او ناونو کې ورته کېنو او چېرته‌يې چې وینو، هلته‌یې نیسو."

قومي مشران وایي چې دوی پرېکړه کړې چې په خپله سیمه کې به اوسېږي او د سرونو په بدل به له خپلو خلکو دفاع کوي، خو د حکومت ملاتړ ته هم اړتیا لري.

دوی وایي:

"موږ ټول د خدای په کتاب لاسونه سره ایښي چې زموږ مرګ او ژوند به ټول دلته وي، بل‌خوا به نه‌ځو او نه به خپله سیمه نورو ته پرېږدو. که موږ هجرت وکړ، نو په لوی لاس مو داعشیانو ته میدان خالي کړ. زموږ د ژوند کور به هم همدا ځای وي او ګور به مو هم همدا وي. موږ له حکومته ملاتړ غواړو، وسلې، خیمې او نور شیان غواړو. موږ سره دې تر هغه مرسته وکړي چې موږ خپلې پوستې جوړې کړو او قوي شو."

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي د "دیوه ګل" درې په چمبېل کې پاڅون کوونکو ته د ولسمشر په استازیتوب د هر ډول همکارۍ او مرستې ډاډ ورکړ.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزی
د کونړ والي وحیدالله کلیمزی

ښاغلي کلیمزي وویل:

"له کلونو راهيسې دغه دره د مخالفینو د تګ راتګ، بودوباش او هستوګنې ځای و، ولې نن چې ولس دغه شهامت، یووالی او غیرت وکړ، دغه د حق چغه‌يې پورته کړه، نن وګورئ، بدون له دې چې تلفات منځته راشي، ستاسو په همکارۍ باندې موږ دغه دره کې ولاړ یوو، زه د یوه مسؤل په حیث له تاسو سره تعهد کوم، پوره ډاډ درکوم چې موږ مو تر شا ولاړ یوو، د شعار په بڼه نه، بلکې عملي درسره یوو."

د کونړ له والي سره چمبېل ته د کونړ امنیه قوماندان جنرال جمعه ګل همت او نور مسؤلین هم تللي وو.

خلک وايي، له دې وړاندې د وسله‌والو مخالفینو خلاف د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پاڅونونه شوي، د لږ وخت لپاره‌يې حکومت ملاتړ کړی او کله چې هم د حکومت ننګه پاڅون کوونکو سره ختمه شوې، نو خلک د ډېرو ستونزو سره مخ شوي.

د چمبېل اوسېدونکو د خپل یوه کلیوال د وژنې په غبرګون د وسله‌والو خلاف پاڅون کړی، اوس له حکومته د پوره ملاتړ او ننګې غوښتنه کوي.

راپور: روح‌الله انوري

XS
SM
MD
LG