د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

هلیفکس امنیتي غونډه: عبدالله به د طالبانو پر پټن ځاینو خبرې وکړي


د افغانستان د امنیت په وړاندې ستونزې او په بهر کې د افراطي ډلو د پټنځایونو له منځه وړل د هلیفکس د نړیوال کنفرانس د اجنډا مهم موضوعات دي چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون په کاناډا کې جوړېږي.

د هلیفکس په نړیوال کنفرانس کې چې نن جمعه په کاناډا کې پرانیستل کېږي، د افغانستان د سولې په اړه چې له کلونو را په دې خوا د افغانانو هیله ده او ورته سترګې په لار دي خبرې کېږي.

اجرائیه ریاست وايي، په دې غونډه کې به د افغانستان د امنیتي ستونزو د حل پر اړوندو موضوعاتو تمرکز وشي او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به له نړیوالې ټولنې وغواړي چې په پاکستان کې د تروریستي ډلو د پټنځایونو د له منځه وړلو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن جمعه «۱۳۹۶کال لړم۲۶» ازادي راډیو ته وویل چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان د کړکېچ د حل پر مسایلو ژور بحثونه په پام کې دي او ښاغلی عبدالله به د افغانستان د جګړې پر بهرنیو اړخونو خبرې وکړي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"د ښاغلي عبدالله د وینا تمرکز به پر هغو لاسته راوړنو وي چې موږ تراوسه درلودې او پر هغو مسایلو چې لاهم له افغانستان څخه دباندې د هېواد کورنی امنیت تهدیدوي او د افغانستان او نړیوالو مشترک هدف چې د ترورېزم له منځه وړل دي له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي."

د هلیفکس امنیتي کنفرانس هرکال د نړۍ د شااوخوا درې سوه چارواکو او امنیتي کارپوهانو په ګډون په کاناډا کې جوړېږي او د جګړې د مخنیوي او د سولې پر اړوندو مسایل خبرې پکې کېږي.

اجرائیه رئیس ښاغلي عبدالله د کاناډا له سفر مخکې په متحدو ایالاتو کې هم له چارواکو سره په کتنو کې د هېواد د امنیت پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله له جېمز مټېس سره د لیدنې پرمهال.
عبدالله عبدالله له جېمز مټېس سره د لیدنې پرمهال.

عبدالله عبدالله له جېمز مټېس او مک‌مسټر سره پر امنیتي او دفاعي مسایلو وغږېد

ښاغلي عبدالله په دې ترڅ کې پرون د متحدایالاتو د ملي امنیت له سلاکار جنرال ایچ ار مک‎مسټر سره په کتنه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د مشارکت پر بنسټ په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو او د ترورېزم پرضد د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

په دې اړه د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند ښاغلی فیصل وايي چې مک‎مسټر د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ په رڼا کې په مختلفو برخو او په ځانګړي ډول د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د ډیموکراسۍ د ملاتړ په برخو کې له افغانستان سره د خپل هیواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG