د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۹

د سیاسي ګوندونو کور: د ښکېلو هېوادونو له هوکړې پرته په افغانستان کې ثبات نه‌شي راتلی


د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو د کور یو شمېر غړي وايي، تر کومه چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل هېوادونه یوې هوکړې ته ونه‌رسېږي، په افغانستان کې تل‌پاتې سوله نه‌شي راتلی.

د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو کور چې له یو شمېر سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو جوړ شوی وايي، د افغانستان سوله او جګړه په بهرنیو هېوادونو پورې اړه لري.

د دغه کور مسؤلینو د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۵» په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، په افغانستان کې هغه مهال سوله راتلی شي چې د افغانستان په قضیه کې ښکېل هېوادونه په خپلو کې سره هوکړې ته ورسېږي.

د سیاسي ګوندونو د کور غړی او د واحد افغانستان ګوند رئیس محمد عمر عیار وايي، که چېرې بهرني هېوادونه غواړي چې په افغانستان کې امنیت ټینګ شي، نو د نړۍ ځواکمن هېوادونه په ځانګړي ډول امریکا، روسیه، چین، هند، پاکستان او ایران دې د افغانستان د جګړې په ختمېدو کې په خپل منځ کې هوکړه وکړي.

عیار: ښکېل هېوادونه دې د افغانستان ثبات کې متحد شي.
عیار: ښکېل هېوادونه دې د افغانستان ثبات کې متحد شي.

نوموړي زیاته کړه:

"هغه مهال سوله راتلی شي چې ټول دغه هېوادونه یو توافق ته سره ورسېږي، له هغې پرته دښمنانو او ترورېستانو ته وخت ورکول دی او نه‌شو کولای تل‌پاتې سوله ولرو."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او یو شمېر مطرح سیاسي څېرې د سولې پر بین‌الاافغاني خبرو ټینګار کوي.

افغان حکومت له دې وړاندې ویلي و، هغه مهال په افغانستان کې سوله راتلی شي چې د افغانستان له پولو بهر د ترورېستي ډلو ځالې له‌منځه یوړل شي او پاکستان د ترورېستانو په له‌منځه وړلو کې صادقانه همکاري وکړي.

امریکا: پاکستان دې طالب مشران وځپي

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي کارپوهان هم وايي، تر کومه چې د افغانستان د سولې په اړه یو نړیوال توافق رامنځته نه‌شي، د سولې په برخه کې د افغان حکومت هڅې به کوم ځای ونه‌نیسي.

محمد امین فرهنګ
محمد امین فرهنګ

د چارو کارپوه محمد امین فرهنګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا تائیدوم، تر کومه چې د نړیوالې ټولنې له لوري، په ځانګړې توګه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته یو قاطع تصمیم ونه‌نیول شي، د افغانستان ستونزه ځای ته نه‌رسېږي. زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په ډېره مېړانه او صادقانه ډول جنګېږي، خو شاید حالت همداسې دوام پیدا کړي."

د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو کور دغه‌شان د افغانستان جګړه د باطل پر وړاندې د حق جګړه وبلله او ویې‌ویل، د افغانستان جګړه قومي نه‌ده، بلکې بهرني ابعاد لري.

د دغه کور غړی او د افغانستان د ملي سولې ګوند رئیس شاه محمود پوپل په دغې ناسته کې وویل، د افغانستان جګړه قومي ګڼل یوازې یو شخصي نظر دی.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG