د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

د کورنیو چارو وزارت له روسي شب‌بین دوربینونو د طالبانو د استفادې په اړه څېړنه کوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هغه ادعاوو په اړه څېړنې کوي چې طالبان د جګړې پر مهال له روسي شب‌بین دوربینونو استفاده کوي.

په فراه، ارزګان او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو له لوري د شب‌بین دوربینونو د استفادې له ادعاوو وروسته، د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دې اړه جدی څېړنه کوي.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۴» ازادي راډیو ته وویل، دا چې طالبانو ته څنګه دغه دوربینونه په لاس ورغلي او د کوم هېواد دي، د سپیناوي لپاره‌یې تخنیکي ټیم ګمارل شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش

ښاغلي دانش وویل:

"داسې راپورونه موږ ته هم رارسېدلي، موږ یو تخنیکي ټیم مؤظف کړی څو دا مسئله معلومه کړي چې دغه تجهیزات کوم ځای پورې اړه لري او څنګه طالبانو ته ورسېدلي. دا مسئله د اندېښنې وړ ده."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له هغې وروسته په دې اړه د څېړنو د پیل خبر ورکوي چې تېره ورځ د فراه ولایت سیمه‌يیزو چارواکو ادعا وکړه چې طالبان په دغه ولایت کې، له روسي ساخت شب‌بین دروبینونو استفاده کوي.

د افغانستان دفاع وزارت هم دا مني چې طالبان له شب‌بین دوربینونو استفاده کوي، خو دا چې کوم هېواد دوی ته ورکړي، په اړه‌یې بې‌خبري ښیي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د وسله‌والو طالبانو له‌خوا له روسي تجهيزاتو د استفادې په اړه دا ډول ادعاوې کېږي.

خو مسکو تل دا خبره رد کړې چې ګوندې له طالبانو سره پوځي مرستې کوي.

د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې امریکايي «سي. اېن. اېن» ټلوېزیون هم له طالبانو سره د روسیې د همکارۍ په اړه راپور ورکړی و.

په وروستیو کې د «ټایمز اف لندن» ورځپاڼې هم د ځینو سرچینو له قوله دا ادعا کړې وه چې روسیه د تېلو د خرڅلاو له لارې، د طالبانو پراخ مالي ملاتړ کوي.

د ولسي جرګې د اداري پلاوي یو شمېر غړي بیا وايي، دې مسئلې افغان ولس ته تازه اندېښنې پیدا کړي چې ګواکې طالبان له روسي تجهیزاتو په جګړه کې کار اخلي.

نذیر احمدزی
نذیر احمدزی

د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیز احمدزي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"له ملت سره یو ډول اندېښنه پیدا شوې چې خدای مه‌کړه، افغانستان بیا د نیابتي جګړو پر لوري درومي، ځکه دغه پرمختللې وسلې په کوم بازار کې نه‌خرڅېږي، طبعاً چې د استخباراتي کړیو له لوري دوی ته توزیع کېږي."

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ مأموریت بیا وايي، دا چې طالبان له روسي تجهیزاتو استفاده کوي، د رسنیو له راپورونو نه زیات معلومات نه‌لري.

په کابل کې د دغه مأموریت د ویاند مرستیال کیون کوین فاولر ازادي راډیو ته په استولي برېښنالیک کې ویلي:

"ستاسو د غوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې موږ په دې اړه هېڅ داسې اضافي معلومات نه‌لرو چې له تاسو سره‌یې شریک کړو."

هڅه مو وکړه چې د طالبانو له لوري د روسي تجهیزاتو د استفادې د ادعاوو په اړه په کابل کې د روسیې سفارت نظر هم ولرو، خو د دې سفارت چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

په عین حال کی د پوځي چارو کارپوه ګل احمد مجاهد بیا وايي، دا چې په وروستیو کې طالبانو ته پرمختللې وسلې او تجهیزات وررسېږي، دا په افغانستان کې د نیابتي جګړې ښکاره بېلګه او د اندېښنې وړ خبره ده.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG