د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

افغان حکومت بیا له ایران سره سوریې او یمن ته د افغانانو د لېږلو په اړه خبرې کوي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له ایران سره سوریې او یمن ته د افغان کډوالو د لېږلو په اړه خبرې کوي.

دغه وزارت وايي، د یمن او سورېي په جګړو کې له افغانانو استفادې دوی هم اندېښمن کړي او دا موضوع په جدي ډول تعقیبوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال صبغت‌الله احمد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۲۲» ازادي راډيو ته وویل، افغانستان د هغه څه په اړه چې په راپورونو کې خپرېږي له ایران سره بیا بیا خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت

نوموړي وویل:

"موږ دا ډول موارد تل له اندېښنو سره تعقیب کړي، داسې راپورونه څو ځله خپاره شوي او موږ دا مسئله له ایران او د کډوالو له نړیوالې ادارې سره شریکه کړې، بیا به هم له دوی سره په دې اړه وغږېږو او له شک پرته چې دا کار زموږ لپاره د اندېښې وړ دی."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې د ایران له‌خوا سوريې ته د افغان جنګیالیو له لېږلو پرده پورته کړې ده.

نیویارک ټایمز د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رئیس رحمت‌الله نبیل له قوله لیکلي چې بهرنیو جګړو ته د افغانانو لېږل د افغانستان لپاره خطرناک ثابتېدلای شي.

ښاغلي نبیل ویلي، په سیمه کې دا ډول سیالۍ د افغانستان، ایران او عربستان ترمنځ لکه د ۱۹۹۰ کلونو په څېر وېره خورولای شي او لکه د تېر په څېر، نیابتي جګړو ته زمینه برابروي.

ده دا هم ویلي چې دا جګړه افغانستان ته د لېږدولو په حال کې ده.

دا لومړی ځل نه‌دی چې ایران له افغان کډوالو په ناوړه استفادې تورنېږي، بلکې له تېرو پنځو کلونو راهیسې پر ایران داسې تورونه دي چې له افغان کډوالو نه په سوریه او یمن کې د جګړې په ډګر کې استفاده کوي.

رسنیو داسې تصویرونه او راپورونه هم خپاره کړي چې په دغو جګړو کې افغانان ښيي.

د بشر د حقونو د څار بنسټ بیا په خپل یوه راپور کې لیکلي چې د ایران اسلامي انقلاب سپاه پاسداران افغان کډوال د سوریې جګړو ته لېږي.

د دې بنسټ څېړونکو داسې اسناد او تصویرونه تر لاسه کړي وو چې تر ۱۴ کلنۍ کم عمره ۸ افغانان په سوریه کې وژل شوي وو او بیا د ایران په خاوره کې خاورو ته سپارل شوي وو.

د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ په سوریه کې شااوخوا ۷۰۰۰ افغانان جنګېږي.

د یاد کمېسیون مشر عبدالطیف ژوندي ازادي راډيو ته وویل، افغان حکومت تر اوسه په دې اړه لازم اقدامات نه‌دي کړي.

ښاغلي ژوندي وویل:

"زموږ د بهرنیو چارو مسؤلین که څه هم باید دا موضوع د ایران او سوریې له حکومتونو او سفارتونو سره شریکې کړي، خو له بده مرغه داسې نه‌کېږي، دوی که څه هم دا نه‌مني، خو دا د افغانستان لپاره ستر سرخوږی جوړولای شي، داسې لکه څنګه چې د جهاد په وختونو کې عربان افغانستان ته راغلل، القاعده‌یې جوړه کړه او بیا د ټولې نړۍ لپاره ګواښ شو."

ښاغلی ژوندی وايي، دوی او افغان ملت په دې اړه اندېښنې لري، ځکه د ده په وینا، دا د افغانستان په حیثیت او راتلونکي بد اغېز لرلای شي.

دی وايي، له ایران سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ورهاخوا، افغان حکومت باید د ډیپلوماسۍ له لارې، دا موضوع هم جدي ونیسي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG