د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

بزګران: کندز کې د بادامو حاصلات زیات شوي خو بازار کې مناسب نرخ نه‌لري


په تېرو څو کلونو کې د کندز په کچه د کرنې او مالدارۍ وزارت د باغدارۍ د پروګرام له‎خوا د بادامو، انګورو او د نورو مېوو زیات باغونه جوړ شوي او دهقانانو ته‌یې د باغدارۍ په برخه کې سهولتونه هم رامنځته کړي دي.

محمد نبي چې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د بادامو باغونه لري وايي چې سږ کال د بادامو حاصل ډېر ښه وو، خو په بازار کې مناسب نرخ نه‌لري.

دی وايي:

"د دې سره چې د باغ یوه خوا باد وهلې، خو بیا هم سږ کال د بادامو حاصل ښه وو، خو هغه بادام چې به موږ په ۲۷۰۰ خرڅول سږ کال‌یې څوک په ۱۵۰۰ افغانۍ هم نه‌اخلي، ځکه په کندز کې جګړې او ناامنۍ دي، نو سوداګر زړه نه ښه کوي چې دې ولایت ته راشي، ځکه جګړو زموږ د زراعتي محصولاتو په نرخونو هم منفي اغېزه کړی دی."

د کندز د بادامو حاصلات سږ کال ښه وو.
د کندز د بادامو حاصلات سږ کال ښه وو.

په ورته وخت کې د کندز د قلعه‎زال ولسوالۍ یو تن بزګر اغا محمد هم وايي چې سږ کال‌یې له بادامو ډېر حاصل ترلاسه کړی، خو بیا د دغه زراعتي محصول له ټیټ نرخه شکایت کوي.

اغا محمد زیاتوي:

"زه په خپله د بادامو ۲۰۰ ونې لرم، سږ کال بادامو ښه حاصل کړی وو، خو د تېر کال په توپیر سږ کال بادام نرخ نه‌لري او په مناسب قیمت بازار کې نه‌خرڅېږي، ځکه تېر کال موږ ۷ کلیو بادام په ۲۷۰۰، ۳۰۰۰ زره افغانۍ خرڅول، خو سږ کال هماغه بادام په ۱۵۰۰ افغانۍ نه‌خرڅېږي."

د کندز د بزګرانو د خبرو پر بنسټ، که په سیمه کې ډاډمن امنیت وي او جګړه نه‌وي د دوی زراعتي محصولات هم ښه بازار مومي.

بل‎خوا د کندز د کرنې ریاست د زراعتي چارو امر عبدالبصیر فقیري ازادي راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کلونو کې دغه ولایت د بادامو په تولید کې مشهور دی او د کندز بادام بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي.

د کندز د کرنې ریاست د زراعتي چارو امر عبدالبصیر فقیري
د کندز د کرنې ریاست د زراعتي چارو امر عبدالبصیر فقیري

فقیري وايي:

"په کندز کې سږ کال بادامو ښه حاصل ورکړی، خو مشکل دا دی چې مارکېټ نه‎لري، د کندز بادام د نورو ولایتونو پرته، بهرنیو هېوادونو ته هم صادرېږي."

د ښاغلي فقیري په وینا چې په کندز کې په څه باندې ۴ زره هکټاره ځمکه کې د بادامو باغونه موجود دي.

د یادونې وړ ده چې سږ کال په عمومي توګه د کندز په کچه زراعتي محصولاتو لکه انګورو، بادامو، خټکیو، هندواڼو او نورو مېوو ښه حاصل ورکړی وو، خو د مناسب مارکېټ نشتوالی هغه ستونزه ده چې د دې ولایت بزګران ورڅخه شکایت کوي.

راپور: اجمل آرین

XS
SM
MD
LG