افغانستان
بلخ کې سږکال د بادامو حاصلات ډېر شوي
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست مسؤلین وایي چې په دغه ولایت کې سږکال د بادامو په محصولات کې زیاتوالی راغلی دی.
د سوداګرۍ ریاست مشر شیراحمد سپاهي زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې بلخ او سمنګان هغه ولایتونه دي چې تر نورو ولایتونو په کې زیات بادام تولیدیږي.
خو په دې اړه یې دقیق ارقام ورنهکړل.
دغه راز په بلخ کې د بادامو باغدران وایي چې دوی هڅه کوي په نړیوالو سټنډرډونو د بادامو بسته بندي وکړي او نورو هېوادونو ته یې صادر کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبان: متحده عربي اماراتو افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه کې د ستونزو د هوارولو ژمنه کړې
د طالبان تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت وايي، متحده عربي اماراتو ورسره افغانانو ته د ویزې ورکړې برخه کې د ستونزو د هوارولو ژمنه کړې ده.
دې وزارت نن پر خپلې ایکس پانېسا پخواني ټویټر ویلي، د همکارۍ دا ژمنه د متحده عربي اماراتو د دولت مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په دې هېواد کې د دوی له ورغلي نوي سفیر بدرالدین حقاني سره په یوې کتنه کې کړې ده.
وړاندې راغلي، متحده عربي اماراتو له افغانستان سره د همېشنو او ژورو اړیکو ډاډ ورکړی دی.
متحده عربي اماراتو د تېرې چهارشنبې په ورځ په دې هېواد کې د طالبانو د نوي سفیر باورلیک منلی و.
په بدخشان کې د یخې هوا له کبله درې ماشومانو مړه شوي
په بدخشان کې د یخې هوا له کبله درې ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د افغانستان کورنیو رسنیو د بدخشان د اطلاعاتو د ریاست د مشر حکمت الله محمدي په حواله راپور ورکړی چې دا پېښه د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې تېر ماښام رامنځته شوې ده.
د محمدي په خبره، دا ماشومان د کالر کلي ته روان وو چې د سخت واورې د ورېدو له کبله په لار کې بند شوي او ساه يې ورکړې ده.
هر کال د بدخشان سربېره، د افغانستان په سړو ولایتونو کې د واورو له ورېدو وروسته عموما یو شمېر ولایتونو او کلېو ته غځېدلې لار بندېږي چې ډېر کله د سیمې د اوسېدونکو د ژوند په بیه د سپرلي په پیل کې خلاصېږي.
بدخشان کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو پېښه؛ پنځه کسان تري تم شوي
په بدخشان کې پنځه کسان سیند ته د یوه موټر د غورځېدو له پېښې وروسته تري تم شوي دي.
باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي پرون د لیندۍ ۹مه د سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړ چې دا موټر د بهارک-فیض آباد پر لاره کوکچې سیند ته وغورځېد.
د خبر له مخې، چارواکو موټر له سیند څخه راایستلی، خو سپرلۍ یې تراوسه لادرکه دي.
ځینو رسنیو راپور ورکړی چې دا پنځه کسان په اوبو کې ډوب شوي، خو د باختر په خبر کې د چارواکو له قوله راغلي چې د ورکو کسانو د موندنې لپاره هڅې روانې دي.
په افغانستان کې په ترافیکي پېښو کې هرکال زرګونه کسان مړه او ټپیان کېږي.
د دې پېښو علتونه د سړکونو خرابوالی او د چلوونکو لهخوا د ترافیکي قوانینو نه مراعات بلل کېږي.
د قطر او بریتانیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي
د افغانستان لپاره د قطر او بریتانیا ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي.
د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان لپاره د قطر ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب پرون د لیندۍ په نهمه نېټه د افغانستان لپاره د برتانیا له ځانګړي استازي اندریو مک کوبري سره په دوحه کې وکتل.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو د افغانستان د روانو سیاسي، امنیتي او بشري مسایلو په اړه خبرې وکړې.
د دې خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
د طالبانو حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی نو ځکه ډېری هېوادونه د ځانګړو استازو له لارې له افغانستان سره خپلې چارې تنظیموي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پر یوه پروګرام کار کوي
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره پر یوه پروګرام کار کوي.
د امریکا د سفارت د عامه اړیکو مشر ماریو کریفو له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د شپاړس ورځني کمپاین په مناسبت په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون د سفارت پر ایکسپاڼه خپور شو ویلي چې افغان ښځې او نجونې د نړۍ د نورو ښځو په څېر خوندیتوب، امنیت، فرصتونه او د خپل هېواد د راتلونکې په جوړولو کې ونډه غواړي.
کریفو وايي چې ده او د امریکا په سفارت کې د ده نورو همکارانو د افغان ښځو او نجونو د دې هیلو د ترسره کولو لپاره د یوه پروګرام پر جوړولو او عملي کولو کار پیل کړی دی.
نوموړي د دې پروګرام جزییات نه دي بیان کړي.
متحدهایالات د پرځېدلي جمهوري نظام په شل کلنه واکمنۍ کې د هغو پروژو لوی تمویلوونکی هېواد و چې د ښځو د پیاوړي کېدو لپاره یې کار کاوه، خو د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له بېا واکمنېدو وروسته دا ټول پروګرامونه وځنډېدل.
تورک: پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د سولې او پرمختګ بهیر زیانمنوي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر وايي، د طالبانو لهخوا پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د افغانستان د سولې او پرمختګ بهیر زیانمنوي.
وولکر تورک پرون پر خپله ایکسپاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د دې محدودیتونو له کبله ښځې او نجونې عملاً په کورونو کې بندیوانې دي.
هغه وايي: "په تېرو دریو کلونو کې افغان ښځو او نجونو د خپلو بشري حقونو په برخه کې پراخې سرغړونې ولیدلې. په ملي کچه فرمانونو او سیمه ایز اقداماتو یې د تعلیم او کار حقونه محدود کړل او د تګ راتګ، سوله ایزو غونډو او د بیان د آزادۍ په برخو کې د دوی حقونه یې ختم کړل."
ترک زیاتوي چې د طالبانو اقدامات په نړۍ کې ساری نه لري او د حکومت په ملاتړ د جنسیت پربنسټ له سیستماتیک تعقیب سره انډول بلل کېږي.
دی په پای کې وايي چې د طالبانو دا اقدامات به په افغانستان کې د سولې او دومدار پرمختګ لپاره د څو نسلونو په کچه ډېر ناوړه عواقب ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې مشر څو ځلې مخکې هم د طالبانو د حکومت پر اقداماتو، په تېره له ښځو سره د طالبانو پر چلند ډېرې نیوکې کړي.
طالبانو که څه هم تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو پخوا یې په وار وار ټینګار کړی چې دوی له ښځو سره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې چلند کوي.
د نولسکلنو اسیا جام؛ بنګلهدېش افغانستان ته د ۴۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه
د نولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه نن د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د عربي متحده اماراتو په دبۍ ښار کې ترسره شوه، چې بنګلهدېش د ۴۵ منډو په توپیر وګټله.
د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او بنګلهدېش ته یې د توپوهنې بلنه ورکړې وه.
د بنګلهدېش توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۲۸ منډې یې وکړې.
د یادې لوبډلې لوبډلمشرعزیزالحکیم ۱۰۳ او کلام صدیق ۶۶ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې عبدالعزیزخان، نورستاني عمرزي او خاطر ستانکزي دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.
افغان لوبډلې د بنګلهدېش د هدف په دوام یوازې ۱۸۳ منډې وکړې او په روان اسیا جام کې یې خپله لومړۍ لوبه وبایلله.
د افغان توپوهونکو له ډلې فیصل خان مخکښ منډه جوړونکی و، چې ۵۸ منډې یې وکړې، دغهراز نصیر معروفخېل په ۳۴ منډو وسوځېد.
د بنګلهدېش د توپ اچونکو په ډله کې الفهد او اقبال حسین درېدرې لوبغاړي وسوځول.
افغانستان به خپله دویمه سیالي د ډسمبر په لومړۍ نېټه د سریلانکا پر وړاندې ترسره کړي.
د ویلو ده چې د افغان لوبډلې په ګروپ کې سریلانکا له نیپال بیا خپله سیالي ګټلې ده او د نومرو په جدول کې تر دې دمه په اول مقام کې قرار لري.
د نولسکلنو اسیا جام؛ بنګلهدېش افغانستان ته د ۲۲۹ منډو هدف ورکړ
د نولسکلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو لومړۍ لوبه نن د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د عربي متحده اماراتو په دبۍ ښار کې پیل شوه.
د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او بنګلهدېش ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د بنګلهدېش توپوهونکو پوره ۵۰ اورونه ولوبول، ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۲۸ منډې یې وکړې.
د یادې لوبډلې لوبډلمشرعزیزالحکیم ۱۰۳ او کلام صدیق ۶۶ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې عبدالعزیزخان، نورستاني عمرزي او خاطر ستانکزي دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.
افغانستان به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.
بېنيټ: نړيواله ټولنه دې د طالبانو لهخوا د بشري حقونو له سرغړونو سره مقابله وکړي
د افغانستان د بشري حقونو په اړه د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ، پرون (پنجشنبې) پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې، د طالبانو لهخوا د بشري حقونو له سرغړونو سره مقابله وکړي.
هغه په افغانستان کې روان وضعیت یوه داسې بحران وباله، چې باید وجدانونه ولړزوي.
ښاغلي بېنیټ په جنیوا کې د "جنسیتي ځواب ویلو او عدالت کنفرانس" ته په وینا کې په افغانستان کې د حساب ورکولو او عدالت د ډاډمنولو لپاره د پراخو او هر اړخیزو میکانېزمونو پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه وویل: "زه غواړم خپله خبره پهدې ټینګار سره پای ته ورسوم چې، د حساب ورکولو او عدالت پراخ او هر اړخیز سیستم د یوه باثباته، ټولشموله، د حقونو درناوي کوونکي او هوسا افغانستان د جوړولو لپاره څومره مهم دی. یو ځل بیا، زه د افغانستان زړورو خلکو ته خپله ژوره مننه او قدرداني وړاندې کوم، چې لا هم په خورا زړورتیا او صبر سره د ستونزو پر وړاندې درېږي. پهدې هېواد کې روان وضعیت باید زموږ وجدانونه ولړزوي."
پهدې کنفرانس کې چې سیاستوالو او نړیوالو استازو ګډون درلود، د طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو لپاره د حساب ورکولو د چوکاټ د نشتوالي په اړه خبرې وشوې.
ګډونوالو د قانوني ګامونو د اخیستو اړتیا په ډاګه کړه، ترڅو د طالبانو پالیسۍ د "جنسیتي اپارتاید" په توګه وپېژندل شي، چې د ښځو او نجونو د سیستماتیکې ځورونې څرګندونه کوي.
افغانستان ته له ايران او پاکستان د ۱۷۲کورنيو د ستنېدو خبر ورکړل شوی
د طالبانو تر کنټرول لاندې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت وايي، پرون (پنجشنبې) له ایران او پاکستانه شاوخوا ۱۷۲ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې.
د راستنو شویو کورنیو له ډلې ۱۵ یې د تورخم له لارې، ۳۵ یې د کندهار د سپینبولدک له لارې، ۳۹ د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۸۳ نورې بیا د هرات د اسلامکلا له لارې راستنې شوې دي.
ایران او پاکستان پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او تر دې چې ایراني چارواکو ویلي چې، د روان لمریز کال په پاتې څه کم څلورو میاشتو کې به دوه نیم میلیونه افغان کدوال له خپلې خاورې وباسي.