د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

فراه چارواکي: طالبانو ته روسي ساخت پرمختللې درنې وسلې رسېدلي


په فراه کې امنیتي چارواکي ادعا کوي، وسله‎والو طالبانو ته پرمختللې درنې وسلې رسېدلي چې زیاته برخه‌یې د روسیې ساخت دي.

د فراه امنیه قوماندانۍ سرپرست مشر توریالي عبدیاني پرون دوشنبه ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې وسله‎والو طالبانو داسې پرمختللې وسلې ترلاسه کړي چې ان د افغانستان امنیتي ځواکونه‌یې نه‎لري او له ‎دې امله فراه کې جګړې شدت موندلی دی.

توریالی عبدیاني زیاته کړه:

"هغوی ته داسې وسلې رارسېدلي چې شب‎بین لري، هغوی ته ۸۲ ملي متري توپونه او داسې راکټونه ورته رارسېدلي چې له ځمکې ځمکې په لور ویشتل کېږي."

د فراه والي اصف ننګ وویل، دا لا نه‎ده څرګنده چې وسله‎والو طالبانو ته داسې درنې وسلې له کومې لارې رسېدلې دي خو ډاډ لري او مدعي دی چې ایران یا پاکستان په‎ دې مسئله کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG