د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۴ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۴

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په سوریه کې د ابو کمال سیمه بېرته نیولې


د لبنان د حزب‌الله ډلې جنګیالي او د عراق شیعه ملېشه چې د ایران له ملاتړه برخه‌مند شیعه‌ګانو تر څنګ په سوریه کې جنګېدل، د ابو کمال کنټرول له لاسه ورکړی دی.

ابو کمال په دېرالزور ولایت کې موقعیت لري چې په سوریه کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې وروستی پټنځای بلل کېده.

ایراني ملېشو څو ورځې مخکې د ابو کمال د نیولو اعلان وکړ، خو اوس د راپورونو په اساس، دا ملېشه بېرته په شا شوي ده.

د سوريې ځواکونو هم چې د ایران له ملاتړه د برخه‌منو شیعه ملېشو او د روسیې د هوايي بمباریو په مټ د اسلامي دولت ډلې پر ضد جګړه مخته وړې، د چهارشنبې په ورځ د دېرالزور ولایت په ابو کمال کې د بریا اعلان کړی و.

قومي مشرانو او د جګړې یوه څارونکي د دوشنبې په ورځ ویلي چې شیعه جنګیالي په ابو کمال کې له کمین سره مخ شول.

یوه قومي مشر قحطان غنام ال علي ویلي:

"د اسلامي دولت ډلې سختدریځو د انتحاري حملو په ترسره کولو او د راکټونو په ویشتلو سره خپل تېر ایستونکي بریدونه وروسته له هغه وکړل چې ایراني ملېشو فکر کاوه، داعشیانو ښار پرېښی دی."

په شیعه ملېشو باندې داعش سختدریځو د ښار د زړه له هغو تونلونو حملې وکړې چې دوی له مخکې په‌کې پټ شوي وو.

معلومه نه‌ده چې د داعش سختدریځو له‌خوا په شیعه ملېشو باندې په حمله کې څومره مرګ ژوبله اوښتې ده.

د شیعه جنګیالیو د اتحاد یوه قوماندان روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې په ابو کمال باندې د حملو مشري د حزب‌الله خاصو پوځیانو کوله او یو شمېر عراقي او افغان شیعه ملېشو یې ملتیا کوله.

د عراق په موصل ښار کې د داعش په وړاندې عملیات
د عراق په موصل ښار کې د داعش په وړاندې عملیات

د راپورونو پر اساس، ایران د سوریې او یمن جګړو ته زرګونه افغان شیعه‌ګان استولي چې په افغانستان کې یې تُند غبرګونونه پارولي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له ایراني چارواکو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره په دې مورد جدي خبرې کوي.

پوځي کارپوهان او د سوریې سیاسي مخالفين وايي چې روسیه په هر قیمت په سوریه کې نیول شوې سیمې د هوايي بمباریو په مټ کنټرولوي او دا کار یې په ابو کمال کې هم کړی دی.

په بریتانیا کې مېشت د سوریې د جګړې یوه څارونکي او د سیمې خلکو ویلي چې د یکشنبې په ورځ جټ الوتکو چې د روسیې ښکارېدلې، د درېیمې ورځې په مخه ابو کمال او شااوخوا سیمې بمبار کړې او لږ تر لږه ۵۰ ملکیان او اکثره‌یې ښځې او ماشومان ووژل.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG