د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

د افغانستان دفاع وزارت د بېرته نیول شویو سیمو د ساتلو لپاره نوی ځواک جوړوي


د افغانستان دفاع وزارت وایي، د منطقوي ځواک په نامه د نویو ځواکونو د رامنځته کولو طرحه به د جمهوري ریاست تر تائید ورسته ډېر ژر عملي شي.

دفاع وزارت وايي، د نوې طرحې له مخې رامنځته کېدونکي په زرګونه مننطقوي ځواکونه به د هغو سیمو امنیت ساتي چې له وسله‌والو مخالفینو نیول کېږي.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶کال لړم ۱۱» له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم د دغو ځواکونو د شمېر په اړه څه ونه‌ویل، خو ټینګار یې وکړ چې رامنځته کېدل‌یې د ثبات له ټینګښت سره مرسته کولای شي.

جنرال دولت وزیري
جنرال دولت وزیري

نوموړي زیاته کړه:

"که دغه طرحه د جمهوري ریاست له لوري منظوره شي نږدې وخت کې به‌یې عملي چارې پیل شي، د دغې طرحې له مخې به داسې یو قوت رامنځته کېږي چې له وسله‌والو مخالفینو نیول شوې سیمې وساتي، د دغو ځواکونو شمېر به د اړتیا له مخې ټاکل کېږي، کېدای شي دا پنځه زره، ۱۰ زره او یا هم تر ۲۰ زرو پورې وي او دا قوت به له هغه سرتېرو او بریدملانو څخه جوړېږي چې زموږ په احتیاط کې دي."

په افغانستان کې ډېر ځله دا لیدل شوي چې د یو شمېر ولایتونو ولسوالۍ او سیمې له وسله‌والو مخالفینو نه تر نیولو ورسته بیا ځلې د هغوی لاس ته ورغلي او له دې امله افغان ځواکونه د خلکو له تندو انتقادونو سره مخ شوي دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت په داسې حال کې د دغو ځواکونو د رامنځته کېدو او اغېزمنتیا خبره کوي چې په دغه هېواد کې سیمه‌ییز پولیس چې تقریباً د ورته یو هدف لپاره رامنځته شوي دي په اړه‌یې شکایتونه موجود دي.

شااوخوا اته کاله وړاندې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د هغو لیرو پرتو سیمو د امنیت د ټینګښت لپاره چې د وسله‌والو مخالفینو له جدي ګواښ سره مخ دي د ۳۰ زره محلي پولیسو پر رامنځته کېدو هوکړه وشوه.

افغان سیمه ییز پولیس
افغان سیمه ییز پولیس

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د امنیت په ټینګښت کې د دغو ځواکونو رول مهم بللی، خو د بشري حقونو خپلواک کمېسیون بیا وخت ناوخته له خلکو سره د دغو ځواکونو د چال چلند په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان د وسله‌وال پوځ‎ شمېر شااوخوا درې ۳۵۲ زره تنو ته رسېږي.

د پوځي چارو یو شمېر افغان کارپوهان د افغانستان د دفاع وزات دا طرحه نیمګړې بولي.

له دې ډلې محمدا ګل مجاهد وايي، تېرو تجربو ته په پام سره د افغان ځواکونو د تشکیل له زیاتېدو پرته د ډلو او نورو ځواکونو رامنځته کول له ثبات سره مرسته نه‌شي کولای.

ښاغلی مجاهد زیاتوي:

"قانون په واضح توګه دا وايي چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت او یا د ملي امنیت ریاست کولای شي شرایطو ته په کتو خپل تشکل ډېر کړي او که امنیت ښه کېږي بیا دې کم کړي، خو په نورو نومونو د ځواکونو د رامنځته کېدو کنټرول به بیا وروسته مشکل وي."

د ښاغلي مجاهد په خبره زورواکي او هغوی چې نفوذ لري بیا به هم هڅه وکړي چې په منطقوي ځواک کې خپل اغېز او افراد ولري چې دا مسئله په خپله لا نورو خپلسریو ته لار هوارولای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG