د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۲

وزیري: ډېر ژر به سرحدي پولیس د دفاع وزارت له تشکیل سره یوځای شي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، سرحدي پولیس به په څو ورځو کې د کورنیو چارو له وزارته جلاشي او د ملي دفاع وزارت تر قوماندې لاندې به فعالیت پیل کړي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون جمعه ازادي راډیو ته وویل، دا اقدام د افغانستان د څلور کلن امنیتي پلان پر اساس کېږي او هدف يې د دفاعي او امنیتي ځواکونو د روزنې، تجهیز او ملاتړ د پروګرامونو پیاوړي کول دي.

ښاغلی وزیري وايي، له نوي بدلون سره به د افغانستان د سرحدي ځواک روزنیز امکانات او محاربوي تجهیزیات زیات شي.

دولت وزیري
دولت وزیري

جنرال دولت وزیري وویل:

"په نږدې ورځو کې به ان شاءالله سرحدي ځواکونه د دفاع وزارت سره یوځای شي، دا ډېر مثبت ګام دی، دفاع وزارت کولائ شي چې هغوی پر وخت اکمال کړي، ښه يې تجهیز کړي او ښه یې وروزي، کله چې هغوی په سرحدونو کې خدمت کوي، د ستونزې د پېښدو په صورت کې به دفاع وزارت کولائ شي چې ژر مرسته ورسره ورکړي، دفاع وزارت ډېر زیات امکانات لري، هغوی ښه روزلائ شي او ښه تجهیزات ورته رسولائ شي."

ښاغلي وزیري ونه ویل چې دقیقاً څه وخت د سرحدی قواوو قومانداني د ملي دفاع وزارت ته سپارل کېږي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني لوي درستیز جنرال شېر محمد کریمي د دې پلان د اغېزمنتوب په اړه، ازادي راډیو ته وویل چې د سرحدي ځواک یو شمېر مسئولیتونه د پولیسو لپاره ځانګړي دي چې باید د کورنیو چارو له وزارت سره پاتې شي.

شېر محمد کریمي زیاته کړه:

شېر محمد کریمي
شېر محمد کریمي

"دا زمانظر دی، مثلاً د هوايي میدانونو څارنه، په هوايي ډګرونو کې د وېزې او پاسپورت کنټرول، د مسافرینو د تګ راتګ څارنه یاګمرکونه باید په پولیسو پورې مربوط پاتې شي، نور د محاربو فعالیتونو لپاره له ملي اردو سره د هغوی يوځای کېدل ښه قدم دی ځکه ملي اردو به یې ښه اکمالات، روزنه او تجهیز کوي."

د افغانستان سرحدي ځواکونو تردې مخکې هم د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې فعالیت کړی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویب پاڼې په حواله، سرحدي ځواکونه په ۱۳۵۹لمریز هجري کال کې د "سرحدي قوا" په نوم، د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شول.

خو په ۱۳۸۱لمریز هجري کال کې د سرحدي ځواکونو قومانده له ملي دفاع وزار ته واخیستل او د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته وسپارل شوه.

د افغانستان حکومت په وروستیو کې د ملي ادرو د کومانډو فرقې تشکیلات د څلور کلن امنیتي پلان پر اساس، قول اردو ته پراخ کړل.

د دې کار هدف هم د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او روزنې پروګرامونو پراختیا بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG