د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۷

د کندز–خان‌اباد پر لار پر یوې پوستې د طالبانو حمله کې ۱۳ پولیس وژل شوي


د کندز د خان‎اباد ولسوالۍ د دوکان ادم خان پر امنیتي پوستې وسله‌والو طالبانو ډله‎ییز برید کړی چې په پایله کې یې ۱۳ پولیس وژلي دي.

د کندز د خان‎اباد ولسوالۍ سیمه‎ییزو چارواکو نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه ۳ بجې وسله‎والو مخالفینو د نوموړې ولسوالۍ د دوکان ادم خان پر امنیتي پوستې ډله‎ییز برید کړی وو چې په پایله کې ۱۳ تنه پولیس‌یې وژلي او یو عراده هاموې ټانګ او نور پوځي تجهیزات‌یې له ځان سره وړي دي.

د خان‌اباد ولسوال حیات‌الله امیري د دغې پېښې په اړه وايي:

"تېره شپه درې بجې وسله‎والو مخالفینو د خان‎اباد ولسوالۍ اړوند سیمو کې یې د دولتي ځواکونو پر امنیتي پوستو برېدونه پیل کړل چې په پایله کې نن سهار ۵ بجې د دوکان ادم خان د سیمې په پوسته کې ۱۳ تنه پولیس وژل شوي او یوازې یو تن پولیس له سیمې ژوندی وتلی دی."

د خان‌اباد ولسوال وايي چې د کندز-خان اباد لویه لاره د تېر په څېر د ټرافیکو پر مخ خلاصه ده
د خان‌اباد ولسوال وايي چې د کندز-خان اباد لویه لاره د تېر په څېر د ټرافیکو پر مخ خلاصه ده

ښاغلي امیري زیاته کړه چې اوس‌مهال د دوکان ادم خان سیمه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده او د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه اړوندو ارګانونو خپلې پلټنې پیل کړې دي.

اوس‌مهال د دوکان ادم خان سیمه د افغان ځواکونو په کنټرول کې ده.

بل‎خوا ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‎والو مخالفینو ویاند معرفي کوي وايي چې د دوکان ادم خان په پوسته کې وسله‎والو طالبانو ۱۷ تنه ملي پولیس وژلي او لا هم په سیمه کې جګړه دوام لري او د کندز-خان‌اباد لویه لاره هم د ټرافیکو پر مخ تړلې ده.

خو بیا د خان‌اباد ولسوال وايي چې د کندز-خان‌اباد لویه لاره د تېر په څېر د ټرافیکو پر مخ خلاصه ده او د دغې لارې په اوږدو کې دم‎ګړۍ کومه ستونزه نه‌شته.

د کندز-خان‌اباد پر لویه لاره دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې له دې وړاندې هم خلکو شکایت کاوه چې د دغې لويې لارې په اوږدو کې وخت نا وخت وسله‎وال مخالفان سړک ته راوځي موټرونه تلاشي کوي او خپلو اهدافو پسې کرځي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG