د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

کندز کې یو شمېر رضاکارو د ښار د پاکوالي په هدف یو کمپاین پیل کړی


د چاپېریال ککړتیا د هېواد په کچه یوه لویه ستونزه ګڼل کېږي، خو دغه ستونزه د هېواد د لویو ښارونو په مرکز کې د نفوس د زیاتوالي او د ترافیکو د ګڼې ګونې له کبله رامنځته شوې ده او د دې تر څنګ خلک هم د خپل چاپېریال پاکوالی ته جدي پاملرنه نه‎کوي.

د کندز ښار کې هم د پخوا په پرتله د خلکو شمېره مخ په ډېرېدو ده او د دې ولایت اوسېدونکي هم د چاپېریال له ککړتیا څخه سر ټکوي، خو یو شمېر رضا کارو ځوانانو د ښار د پاکوالي په هدف یو کمپاین پیل کړی، څو د خلکو پاملرنه ښاري ژوند ته راوګرځوي.

نجیب‌الله جویا چې د دغه کمپاین مشري کوي، ازادي راډیو ته وویل:

"نن موږ له ښاره د کثافاتو راټولولو کمپاین پیل کړی او په دې برخه کې ښاروالۍ هم له موږ سره مرسته کوي، موږ غواړو چې خپل ښار او چاپېریال له ککړتیا څخه پاک وساتو، همدارنګه په ټولنه کې د چاپېریال ساتنې فرهنګ پلي کړو."

په همدې حال کې یو تن بل رضا کاره ځوان نقیب‌الله چې د ښار او د چاپېریال د پاکولو لپاره‌یې خپل لستوڼي رانغاړلي، وايي:

"ښاروالۍ په یوازیتوب نه‎شي کولای چې ښار له ککړتیا پاک وساتي او دا د ښار د هر اوسېدونکي مسؤلیت دی چې خپله سیمه او چاپېریال پاک او ستره وساتي، ځکه د ښار پاکوالی د خلکو د کلتور ښکارندوینه کوي."

په کندز ښار کې د ترافیکو ګڼې ګوڼې خلک له ستونزو سره مخ کړي دي، ځکه د دغه ولایت د ښار سړکونه تنګ او د موټرونو شمېر په‌کې زیات دی، خو د چارواکو په خبره په دغه ښار کې تر ۶۰۰۰ زیات موټر او کابو ۳۰۰۰ عرادې رکشا فعالیت کوي چې له کبله‌یې د ښار نظم خراب شوی دی.

کندز ښار
کندز ښار

د دې ولایت د ښار یو تن اوسېدونکي غفران ارمان په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"اکثریت ترافیکې پېښې د ریکشاوو او بې اسناد موټرونو له وجې رامنځته کېږي، ځکه چې دوی هېڅ ډول ترافیکې قوانین نه مراعاتوي او خلک له ریکشا او بې اسناده موټرونو څخه سخت په تنګ راغلي، ځکه یو خوا سړکونه واړه دي او بل خوا په هر بندر کې تر ۵۰۰ زیاتې ریکشاوې ولاړې وي."

په ورته وخت کې د کندز د ترافیکو د تنظیم مدیر بشیرخان طاوس د ښار د بې نظمۍ په اړه بیا وايي:

"د ښار فرعي کوڅې د لاس ګاډي په ذریعه بندې شوي دي، خو ښاروالۍ ورته پاملرنه نه‎کوي، بل دا چې د کندز ښار پارکینګ نه لري همدارنګه په ښار کې د ریکشاوو او بې اسنادو موټرو شمېر هم زیات شوي او دغه ښار د دغه اندازې موټرو ظرفیت نه لري."

د کندز ښار مرکزي چوک
د کندز ښار مرکزي چوک

بل‎خوا د نوموړي ولایت د ښاروالۍ چارواکي د دغو رضا کارو ځوانانو کار ستايي او زیاتوي چې خلک باید د ښار په پاکوالي کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي، ځکه ښاروالۍ په یوازیتوب نشي کولای ښار پاک وساتي.

د معلوماتو له مخې، د کندز ښار نن څخه کابو ۹۰ کاله وړاندې د ۵۰ زره نفوس لپاره جوړ شوي وو، خو اوس یوازې د دې ولایت په مرکز کې څه باندې ۵۰۰ زره نفوس ژوند کوي او ترڅنګ یې د موټرونو او د ریکشاوو شمېر هم په کې زیات شوی چې له کبله د کندز ښار نظم یې خراب کړی دی.

راپور: اجمل ارین-کندز

XS
SM
MD
LG