د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۹

پاکستان ته د ټیلرسن پر سفر د واشنګټن پوست تبصره


واشنګټن پوست ورځپاڼې د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي د هغو څرګندونو په اړه یو راپور خپور کړی چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر ریکس ټیلرسن سره له کتنې وروسته یې کړې دي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم ځینې څارونکي د ټیلرسن څلور ساعته سفر او پاکستان ته د هغه جدي پیغام د پاکستان پرمخ له یوې درنې څپېړې سره تشبیه کوي، خو عباسي په دې اړه بل نظر لري.

واشنګټن پوست په یو مرکه کې د عباسي د څرګندونو هغه برخه رااخیستې ده چې ویلي یې دي، پاکستان ته د ټیلرسن سفر د دې باعث شو چې امریکا د پاکستان د دریځ ستاینه وکړي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي، د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ اړیکې په وروستیو څو میاشتو کې تر هر وخت زیات ترینګلي شوي دي، ځکه متحدایالاتو د افغانستان لپاره په خپله نوې ستراتیژۍ کې پاکستان د افغان حکومت وسله والو مخالفینو ته د پټنځایونو په برابرولو تورن کړی او پاکستان بیا په ځواب کې نه یوازې دا تورونه رد کړي بلکې پر افغانستان او هند یې خپل امنیت ته د ګواښ تور لګولی دی.

ورځپاڼه د مطلب په دوام د شاهدخاقان عباسي له قوله لیکي چې وايي، که یې څوک نه مني نه دې یې مني خو حقیقت دا دی چې پاکستان د افغانستان مشکل نه دی بلکې دا افغانستان دی چې د پاکستان مشکل دی.

کریسچن ساینس مانیټر:

کریسچن ساینس مانیټر د هغو حملو په اړه یو تحلیل خپور کړی چې هدف یې د ورځپاڼې په وینا په افغانستان کې مذهبي فرقه يي تشدد ته لمن وهل دي.

په افغانستان کې پر شیعه ګانو د اکثرو حملو مسؤلیت اسلامي دولت ډلې یا داعش منلی.

کریسچن ساینس مانیټر په واشنګټن کې د ویلسن تحقیقاتي مرکز د څیړونکي مایکل کوګلمن له قوله لیکي چې نوموړی وايي، افغانستان له فرقه یي شخړو څخه ځان تر ډېره ساتلی دی، خو داعش ډله هڅه کوي چې د دوی ترمنځ تشدد ته لمن ووهي.

ورځپاڼه لیکي، دا په هغه هېواد کې چې د پخواني شوروي اشغال او کورنۍ جګړې یې لیدلي او له تېرو شپاړسو کلونو راهیسې د وسله والو طالبانو له حملو سره لاس ګرېوان دی خواشینوونکې خبره ده.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان عامو وګړو په دې جګړه کې خورا درنه بیه پرې کړې ده.

ورځپاڼه د ملګرو ملتونو له خوا هغه خپاره شوي ارقام یادوي چې وايي په تېرو نهو میاشتو کې د افغانستان په جګړو کې اته زره او نوولس کسان مړه او ټپیان شوي خو په سلو کې د شپېته ملکي تلفاتو علت د وسله والو طالبانو حملې بلل شوي.

کریسچن ساینس مانیټر د مطلب په دوام په سپټمبر میاشت کې د وسله والو مخالفینو پر سنګرونو د څه باندې اوه نیم سوه بمونو او توغندیو اچولو ته اشاره کوي او لیکي چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د متحدایالاتو د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته د وسله والو مخالفینو پرضد په هوايي بریدونو کې زیاتوالی راغلی او دا د ۲۰۱۰ کال له اکتوبر میاشتې وروسته د هوايي حملو تر ټولو لویه کچه ده.

د افغانستان د څیړونکو د شبکې مشرې کیټ کلارک کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼې ته ویلي دي چې که څه هم د داعش ډلې حملې ښايي دوام وکړي خو افغانان به په خپل هېواد کې د فرقه يي تشدد په وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG