د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

د ولسي جرګې ټلوېزیون: همایون او لالي یو شمېر خپرنیز مواد له ځانه سره وړي


د افغانستان د ولسي جرګې د ټلوېزیون رئیس حلیم تنویر وايي، د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون او د دغې جرګې غړی محمد نعیم لالی حمیدزی څو شپې مخکې چې دوه تنه نور هم ورسره وو، په زور د ولسي جرګې د ټلوېزیون ودانۍ ته ورننوتي او یو شمېر خپرنیز مواد یې له ځانه سره وړي دي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې که څه هم په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‎کړل خو ویې ویل، د جرګې ځیني غړي غواړي چې د یاد ټلوېزیون خپرونې د دوی په خوښه وي.

ښاغلي تنویر زیاته کړه:

"زموږ یو تن نوکریوال‌یې د پنل تر شا کېنولو او هغه فلمونه چې موجود وو او نه‌غواړم په اړه‌یې تاسې ته معلومات درکړم له ځانه سره په فلش کې واخیستل او د دې لپاره چې زموږ نوکریوال او امنیتي کس چوپ پاتې شي ورته‌یې رشوت ورکړی او بېرته تللي دي، دا چې له ارشیفه‌یې څه پاک کړي او که نه په دې اړه څه نه‌شم ویلی، خو ښايي دغه اسناد د شنبې په ورځ د سکرین پر مخ راشي او تاسې یې وګورئ."

د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې یو شمېر وکیلانو، خو لومړی ګل پاچا مجیدي دغه موضوع یاده کړه چې د جرګې د غړو ترمنځ د لفظي او ان فزیکي شخړې تر کچې ورسېده.

د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي
د ولسي جرګې غړی ګل پاچا مجیدي

د یادونې ده چې تر دې دمخه د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون او د ولسي جرګې د رئیس عبدالرؤف ابراهیمي ترمنځ وضعیت هغه مهال اورنی شو چې ښاغلي همایون پر ښاغلي ابراهیمي او د ولسي جرګې د دارلانشا په رئیس د فساد اړوند تورونه پورې کړل.

خو هغه څه چې همایون همایون‌یې ازادي راډیو سره شریکوي، دې کیسې ته یو بل رنګ ورکوي.

دی وايي، دی د شپې په ۱۱ نیمو بجو هغه مهال د ولسي جرګې د ټلوېزیون ودانۍ ته ننوته چې د ټلوېزیون مسؤلینو د دارلانشا د رئیس په غوښتنه د ټلوېزیون خپرونې درولې وې.

اوس ولسي جرګه باید څه وکړي؟

ښاغلی همایون وايي، په همغه شپه د ولسي جرګې د غونډې جریان په تکرار ډول خپرېده او مسؤلانو دغه جریان چې د دارلانشا د رئیس خلاف و، قطع کړی و.

نوموړی وايي، دی ځکه د ټلوېزیون ودانۍ ته ولاړ چې خپرونې یې باید بېرته پیل شي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون
د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون

نوموړی وايي:

"د جرګې د رئیس تر جمع بندۍ وروسته نشرات قطع شول، یعنې نور مسایل چې په جرګه کې د جرګې د رئیس او د دارالانشا د رئیس په خلاف وو، هغه‌یې خپاره نه‎کړل، زه چې ولاړم مسؤل نوکریوال ته مې وویل چې دا باید خپاره کړئ او خپاره هم شول، یعنې مسؤل نوکریوال وهل شوې تڼۍ کېکاږله او همغه موارد نشر شول."

  • خو روان وضعیت ته په کتو اوس ولسي جرګه باید څه وکړي؟

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی وايي، ښايي ولسي جرګې په دې اړه د شنبې په ورځ پرېکړه وکړي.

د ده په خبره، د دغو تورونو تر رښتیا ثابتېدلو وروسته، ښايي د تورونو وکیلانو غړیتوب تر څو ورځو پورې وځنډول شي.

د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی
د ولسي جرګې منشي عبدالقادر ځاځی

دی وايي:

"هغه وکیل صاحبان چې دا شان اعمال تر سره کوي موږ د خپلو کورنیو دندو په اصولو کې ورته موارد لرو چې له مخې به‌یې عمل وکړو، له یوې تر ۱۰ ورځو پورې د دندې ځڼډول یو له دغو مواردو څخه دي، نو که ثابت شي د یادو اصولو له مخې ولسي جرګې د دندو د ځنډولو د مورد وړاندیز کولای شي."

خو ښاغلي همایون ازادي راډیو ته ویلي چې پر ده ټول لګېدلي تورونه وروسته له هغه دي چې ده په جرګه کې د فساد د موجودیت خبره راپورته کړه.

نوموړی وايي، دی به په جرګه کې د فساد د مواردو له افشا کولو لاس وانه‌خلي.

خو هغه څه چې مهم ګڼل کېږي هغه دا دي چې په ولسي جرګه کې روان وضعیت به د یادې جرګې په فعالیت خپل منفي اغېز ولري او د پرېکړو او قوانینو په تصویب کې به ځنډ رامنځته شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG