د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

کابل په بې ساري ډول ګرمي ازمايي




راپور: رحمت الله افغان

د افغانستان د هوا پېژندنې ملي اداره وايي، په کابل ښار کې د هوا د حرارت درجه په تیرو پنځوسو کلونو کې تر ټولو لوړې درجې ته رسیدلې ده.

د دې ادارې د معلومات په اساس نن په کابل کې د هوا د حرارت درجه د سانتي ګراد درجه ۳۹ ته رسیدلې او ښايي تر راتلونکو لسو ورځو پورې همداسې پاتې شي.

له بلې خوا کابل ښاریان په روژه کې له دې ګرمې هوا سرټکوي او وايي چې؛ په کارونو باندې یې ناوړه اغیزه کړې.

کابل ښاریان سږ کال د اوړی تر ټولو سختې ګرمې شپې او ورځې تیروي، چې د اکثرو ښاریان وايي، په ژوند کې یې په کابل کې داسې ګرمي نه وه لیدلې.

خلک په خاصه توګه کراچۍ وانان چې؛ ټوله ورځ پر سړکونو لمر ته کار کوي، له ګرمې هوا ډير شکایت کوي.

یو شمېر کابل ښار یان چې؛ خولې پرې را ماتې وې، ازادي راډیو ته وویل:

"۱:دغه درې ورځې کیږي هوا زیاته ګرمه شوې بېخي اوج ته رسېدلې چې نه سیوري اونه پکي ته ګزاره کیږي.

۲:نفوذ زیات دی کله چې نفوذ زیات شي کثافات زیاتیږي پاکي نه وي نو ګرمي زیاتیږي.

۳: ښارته نږدې فابریکې جوړې شوې ماشینونه هوا ګرمه وي په ښار کې ګڼې ګونې هوا زیاته ګرمه کړې،په ښار کې پاکوالی کم دی ، سرسبزي نشته او ونې بوټي هم کم دي."


کابل پخوا د ښه طبعیت او زړه راښکونکې هوا، د بهاند سیند له امله په نړۍ کې پېژندل شوی پایتخت بلل کېده، خو اوس یې شرایط بدل شوي.

نفوس ډیر شوی، هوا یې ککړه شوې، سینې سیمې او سمسورتیا یې کمه شوې، چې دا هره ستونزه یې هم د هوا د لار
ګرمیدو یو علت کیدای شي.




د افغانستان د هوا پېژندنې ملي اداره هم وايي چې؛ سږ کال اوړی د کابل په پنځوس کلن تاریخ کې تر ټولو ګرم دی.

د دې ادارې رییس اسحاق نوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د نن لپاره د تودوخې درجه ۳۸ اټل شوې ،پرون ورځ د تودخې درجه ۳۹ وه،چې په تېرو پنځوسو کلونو کې هوا دومره نه وه ګرمه شوې ،دې ګرمۍ اوس یو ریکاډ جوړ کړی،وړاندوینه ښيي چې تر لسو راتلونکو ورځو کې به هوا نوره هم ګرمه وي."

نوموړي همدارنګه سپارښتنه وکړه چې؛ په دې ګرمه هوا کې دې زاړه کسان او ماشومان ډیر له کوره نه وځي.

د افغانستان د هوا پيژندنې اداره اټکل کوي چې ښايي تر راتلونکو لسو ورځو پورې په کابل کې هوا همداسې ګرمه پاتې شي.
خو له کورنیو عواملو سربیره د کابل د هوا ګرموالی په نړۍ کې د تودخې د درجې له لوړیدو سره مستقم ارتباط لري.

د هوا پېژندنې کارپوهان په نړۍ کې د هوا د ګرمېدو علتونه د انساني فعالیتونو ورځ تربلې زیاتوالی په ګوته کوي.

هغوي په دې باور دي چې په نړۍ کې دځنګلونو اوشنو سیمو له منځه تګ دډبرو سکرو ،نفتو اوګازونو زیات استعمال او د هیوادونو صنعتي کیدل د دې سبب شوې چې د ځمکې د تودوخې درجه هم لوړه شي.
XS
SM
MD
LG