د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

په افغان سوله کې د ملګرو ملتونو رول او اغېز!


د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول او اغېز د پام وړ او مثبت دی.

د دغه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل که څه هم د سولې او ثبات ټینګښت د افغانانو مسؤلیت دی، خو ملګري ملتونه هم کولای شي په دې برخه کې په اغېزمن شکل له افغانانو سره مرسته وکړي.

جاوید فیصل
جاوید فیصل

نوموړي زیاته کړه:

"په دې برخه کې تر ټولو وړاندې مسؤلیت زموږ دی او په کار ده چې موږ په مسؤلیت سره مخ ته ولاړ شو، څو ستونزې مو حل کړې وي، خو ملګري ملتونه د یوه مهم نړیوال ادرس په توګه له افغان حکومت سره مرسته کولای شي او لا هم د افغان حکومت لومړیتوبونه ورته مهم دي."

د اکټوبر د میاشتې ۲۴مه نېټه د ملګرو ملتونو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دغه ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي.

د ملګرو ملتونو بنسټ د دوهمې نړیوالې جګړې وروسته په کال ۱۹۴۵ رامنځته شو او دا مهال د نړۍ تقریباً ټول هېوادونه‌یې غړیتوب لري.

د ملګرو ملتونو د غونډو تالار.
د ملګرو ملتونو د غونډو تالار.

د نورو ګڼو مسایلو تر څنګ په هېوادونو کې د شخړې هوارۍ او د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته د ملګرو ملتونو مهم مأموریت ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د رول او اغېز په اړه بېلابېل لید لوري موجودي دي.

د نړیوالو او سیاسي چارو کارپوهان انتقاد کوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعاله حضور سره سره لاهم د روانو شخړو له کبله هره ورځ لسګونه بې‌ګناه وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د نړیوالو چارو کارپوه مشتاق رحیم وايي، که څه هم د بیارغونې او د بشري حقونو د تأمین په برخه کې د ملګرو ملتونو له رول څخه سترګې نه‌شي پټېدای، خو دا هم یو واقعیت دی چې دغه بنسټ د سولې او ثبات په ټینګښت کې پاتې راغلی.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه معاصره دوره چې تاسو یاده کړه، زه فکر کوم چې د سولې په برخه کې ملګري ملتونه کاملاً ناکام دي او دوی هېڅ نه‌دي توانېدلي چې د سولې د ټینګښت په برخه کې خپل اغېز خپور کړي."

د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز بیا وايي، ملګرو ملتونو له لسیزو راهیسې د نړۍ او سیمې پیاوړو هېوادونو ته دا قناعت ورنه‌کړ چې په افغانستان کې ثبات د ټولو په ګټه دی.

د دغه مرکز رئیس رفیع‌الله نیازی وايي، ملګرو ملتونو نه‌یوازې په بهر کې ونه‌شوی کړی چې اجماع رامنځته کړي بلکې په کور دننه هم د شته سیاسي اخلافاتو د حل په برخه کې ناکام وو.

خو دا چې د کومو دلایلو له کبله ملګرو ملتونو ونه‌شوی کړی په افغانستان کې د ثبات او سولې د ټینګښت رول ولوبوي همدغه پوښتنه د سیاسي چارو کارپوه بیشر هاتف ځوابوي:

"په دې کې شک نه‌شته چې ملګرو ملتونو او یا هم دوی پورې تړلو ارګانونو د سولې د ټینګښت په برخه کې ځینې هڅې کړې دي، د ځینو ستونزو پر اساس دغو هڅو نتیجه نه‌ده ورکړې او په ټوله کې د ملګرو ملتونو کمزوری چلند د دې لامل شوی چې تر اوسه پورې د سولې ټول منلی میکانیزم جوړ نه‌شي او د سولې لپاره عملي او اغېزمن ګامونه پورته نه‌شي."

هڅه مو وکړه چې په افغانستان کې د ملګري ملتونو د رول د اغېزمنتوب په اړه په کابل کې د دوی د دفتر نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه څه ویلو ته حاضر نه‌شول.

خو په ملګرو ملتونو کې یوې سرچینې له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د ملګرو ملتونو په هڅو کې په افغانستان کې ګڼ مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني بیا د ملګرو ملتونو پر چارو د انتقاد تر څنګ سپارښتنه وکړه چې دغه بنسټ باید خپلې کړنې لا منسجمې او اغېزمنې کړي.

عام افغانان بیا د ملګرو ملتونو د رول په اړه بېلابېل نظرونه لري.

ځیني یې له فعالیت څخه خوښ او ځینې نور بیا ناخوښه دي.

د ډاکتر برهان او حمدالله په نوم دوو تنو داسې وویل:

"یوناما نه‌یوازې په افغانستان کې نه بلکې په ټوله نړۍ کې کار کوي، موږ عملاً ګورو چې دوی په هره برخه کې په بنیادي توګه کار کوي، موږ ترې خوشحاله یو."

"په افغانستان کې د یوناما مأموریت ناکامه دی، که ته فکر کوې چې د ماشومانو په برخه کې یې کار کړی، نو تاسو ګورئ چې ډېری ماشومان په کوڅو کې خیر ټولوي."

که څه هم عمومي باور دا دی چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې لا ډېر رول ولوبوي، خو د سیاسي چارو کارپوه حمید عزیزي بیا وايي، ملګري ملتونه هم ځیني محدویتونه لري.

د ښاغلي عزیزي په خبره په افغانستان کې دننه د کورنیو ستونزو سربېره ملګرو ملتونو ته د نړۍ د یو شمېر پیاوړو هېوادونو بې‌اعتنايي هم د دغه مهم بنسټ پر رول منفي اغېز کړی.

راپور: حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG