د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

یوناما: د ۲۰۱۷ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې۱۶۶۲ ملکيان وژل شوي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره یا یوناما وايي چې د ۲۰۱۷ مېلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ملکي وګړو مرګ ژوبله دوه سلنه ډېره شوې ده.

یوناما د دوشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د جون د میاشتې تر پایه په افغانستان کې ۱۶۶۲ ملکي کسان وژل شوي چې دوه سلنه ډېر والی ښيي او ۳۵۸۱ نور بیا ټپیان دي.

په اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي او د یوناما د مشر، تدامیچي یاماموتو په حواله راغلي چې په افغانستان کې د دې بدرنګې جګړې بشري بیه چې له ژوند وتل او ویجاړي په‎کې راځي، ډېره لوړه ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي او د یوناما د مشر، تدامیچي یاماموتو
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي او د یوناما د مشر، تدامیچي یاماموتو

په دې اعلامیه کې راغلي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ښځو مرګ ژوبله ۲۳ سلنه او د ماشومانو نهه سلنه زیاته شوې ده.

له دې سره یوځای، په افغانستان کې د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې د روان مېلادي کال د جون میاشت د ملکي وګړو لپاره د افغانستان د تېرې ۱۵ کلنې جګړې تر ټولو خونړۍ میاشت ثبت شوې چې د زرو کسانو مرګ ژوبله ښيي.

د دې ګروپ یو مسؤل عزیز احمد تسل د دوشنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د تلفاتو تر ټولو ډېره شمېره په کابل، ننګرهار او هلمند کې ده.

ښاغلي تسل زیاته کړه:

"د ۲۰۱۷ کال د جون میاشت تر ټولو خونړۍ میاشت وه چې زرو کسانو ته په‎کې مرګ ژوبله رسېدلې او تر ټولو ډېر تلفات په کابل، ننګرهار او هلمند کې ثبت شوي، یواځې په کابل کې ۱۸۵ کسان وژل شوي او ۹۰۹ نور ټپیان شوي دي."

عزیز احمد تسل
عزیز احمد تسل

ملګري ملتونه او د ملکي وګړو د خوندیتوب د غوښتنې ګروپ چې له ۱۶ بېلابېلو مدني بنسټونو څخه جوړ دی، وايي چې په ګڼ مېشتو سیمو کې وسله‎والې نښتې، موټر بم چاودنې، په هوايي بریدونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو تېروتنې او د ماین چاودنې هغه لاملونه دي چې د مرګ ژوبلې ارقام یې لوړ کړي دي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب د غوښتنې ډله له افغان حکومت څخه غواړي چې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره یوه پالیسي جوړه او عملي کړي.

له دې سره د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي چې د پخوا په پرتله دا وخت د ملکي وګړو ژوند ته ډېره پاملرنه کېږي او په څلور کلن امنیتي پلان کې دا موضوع لا جدي نیول شوې ده.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوی
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوی

ښاغلي مرتضوي وویل:

"د افغان او نړیوالو ځواکونو تر منځ منظمه همغږي رامنځته شوې ده، هغه څه چې په تېر کې نه وو، څلور کلن امنیتي پلان خپله له دې سره مرسته کوي چې جنګ په سمه توګه مدیریت او تلفات کم شي، کله چې همغږي وي، د ملکي وګړو له تلفاتو مخنیوی کېږي."

د ملګرو ملتونو په اعلامیه کې د افغان حکومت وسله‎وال مخالفین څلوېښت سلنه د مرګ ژوبلې پړه بلل شوي او ویل شوي چې ډېری دغه تلفات د چاودېدونکو موادو د چاودنو پر مهال رامنځته شوي دي.

د ملګري ملتونو مرستندویه ادارې او د عدالت غوښتنې ډلې په خپلو اعلامیو کې له افغان دولت او وسله‎والو مخالفینو غوښتي چې په ګڼه ګوڼې سیمو کې له وسله‎والو نښتو او انتحاري حملو ډډه وکړي او د خلکو ژوند ته ارزښت ورکړي.

وسله‎والو طالبانو بیا له دې وړاندې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه دا ډول راپورونه یو طرفه بللي او ویلي یې دي چې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې تر ډېره افغان او بهرني ځواکونه ښکېل دي.

XS
SM
MD
LG