د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

افغانستان کې د وروستیو خونړیو حملو هدف د مسقط د بهیر شنډول و؟


په روانه اوونۍ کې د هېواد د ملي، دفاعي ځواکونو له درنو تلفاتو وروسته افغان حکومت وايي چې وسله‎والو مخالفینو په هوايي حملو کې د درنو تلفاتو له لیدو وروسته خپل تکتیک بدل کړی او د جبهه‎يي جګړو پرځای یې انتحاري حملو ته مخه کړې ده.

وسله‎والو طالبانو په روانه اوونۍ کې د کندهار په میوند ولسوالۍ، د پکتیا په مرکز ګردېز او د غزني په اندړو ولسوالۍ کې خونړۍ حملې وکړې.

د راپورونو له مخې په دې حملو کې چې مسؤلیت یې وسله‎والو طالبانو ومانه له ۱۳۰ زیات سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور ټپیان دي.

افغان حکومت وايي طالبانو د جبهه‎يي جګړو پرځای انتحاري حملو ته مخه کړې.

دا حملې په داسې حال کې وشوې چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان د سولې پر لارو چارو د بحث لپاره څلور اړخېزه غونډه روانه وه.

ایا د دې پراخو ناڅاپي حملو مقصد د مسقط د بهیر شنډول و؟

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا احتمال رد کړ. ښاغلي فیصل وویل، د افغان هوايي ځواک په حملو کې د ګڼ شمېر وسله‎والو طالبانو له وژلو وروسته دې ډلې خپل تکتیک بدل کړی او د جبهه یي جنګ پرځای یې انتحاري حملو ته مخه کړې.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"طالبانو د افغانستان د خلکو دښمنان دي او له دې مخکې یې هم د افغانانو پر ضد تروریستي حملې کړي دي مګر د هغوی په جنګي تکتیک او ستراتیژۍ کې تغیر راغلی دی- په دې معنی چې دوی نور، نو مخامخ له افغان ځواکونو سره په جګړه کې زیات تلفات درلودل او د افغان هوايي ځواک په عملیاتو کې یې د دوی تلفات زیات وو. نو ځکه یې اوس ډېر تمرکز لکه چې لیدل کېږي پر ځانمرګو بریدونو او موټربم بریدونو باندې دی."

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل

د ملي شورا ځینو وکیلانو او یو شمېر څارونکو د مسقط له خبرو سره په یو وخت کې د طالبانو له حملو وروسته پر افغان حکومت سخت انتقادونه وکړل او ویې ویل چې د سولې هڅې باید له یوه پیاوړي دریځ څخه وشي.

دوی همدا راز له وسله‎والو مخالفینو سره د سولې د خبرو د سمدستي ځنډولو غوښتنه وکړه.

خو د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند ښاغلی فیصل وايي چې حکومت به د سولې هڅو ته د پخوا په شان دوام ورکړي.

ښاغلي فیصل وویل، د سولې د هڅو یوه برخه د جګړې په وسیله د هغو وسله‎والو ځپل دي چې د سولې پر خبرو باور نه‎لري.

XS
SM
MD
LG